1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو اصلي هېوادونو ته د تحريم گواښ

۱۳۹۶ فروردین ۸, سه‌شنبه

آلمان پر هغو هېوادونو باندي فشارونه زياتوي چې د اتباعو پناه غوښتنه يې په آلمان کې رد شوي ده او د هغوی له بیرته منلو څخه ډډه کوي. د آلمان د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې پراختیای مرستې به پرې کمي کړي.

https://p.dw.com/p/2a7Uy
Deutschland Festakt zu 60 Jahre Deutscher Presserat
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د آلمان حکومت په پام کې لري چي د هغو پناه غوښتونکو د بیرته ليږدولو شمير زيات کړي چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. خو دغه مسله له يوي ستونزې سره مخامخ ده. د دغو هيوادونو ډير يې د خپلو وگړو له بيرته منلو څخه سرغړوي.

اوس د آلمان د کورنيو چارو وزير پر دغو هېوادونو باندي فشار زيات کړی دی. هغه د دوشنبې په ورځ (د مارچ مياشتې ۲۷) په اروپاي اتحادیه کې له خپلو سیالانو سره په بروکسل وويل: «کولای شو پر دغو هيوادونو پراختیايي مرستي کمي کړو او اروپاي اتحاديې ته د هغوی د رهبرانو سفرونه ستونزمن کړو.»

د ديمزير په خبره «له دغو هيوادونو سره بايد ټولي سیاسي لاري چاري د پناه غوښتونکو د بیرته ورګرځولو له پاره» تر لاس لاندي ونيسو. هغه په دې برخه کې د "د پراختيايي مرستو " او اروپاي اتحاديې ته د دې هیوادونو د مشرانو سفرونو ستونزمن کولو ته اشاره وکړه.

د ديمزیر اروپايي سیالانو د هغه څرګندوني وستايلې. د آلمان د کورنيو چارو وزير غوښتنه وکړه چې اروپايي اتحادیه دي د پناه غوښتونکو له اصلي هيوادونو سره خبرې وکړي. دغه راز يې په اروپايي اتحادیه کي د پناه غوښتونکو د ګډ سیستم په برخه کې پرتو نیمګړتیاو ته ګوته ونیوله.

ديمزير وويل: «دغه ستونزي او په خاص ډول په راتلونکې کې د پناه غوښتونکو د ويش مسله په پوره ډول نه ده حل شوې». په پام کې ده چې د اروپايي اتحاديې وزيران د روان کال تر نيمايي پوري په دغه برخه کې تفاهم ته سره ورسیږي.

ديمزير څرګنده کړه چې د نړيوالو حقوقو له مخې يوه وظيفه ګڼل کيږي چې هيوادونه بايد خپل اتباع بيرته ومني. خو د هغه په وینا له دغو هيوادونو څخه ډير يې له دې څخه سرغړونه کوي. د آلمان له تجربې څخه ښکاري چې پر دغي موضوع دي د افريقا په شمال کې له هيوادونو سره خبري کړٍي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې د دې هيوادونو له پاره د خپلو اتباعو د بيرته منلو په هکله بايد  "ټولې موضوع ګانې د خبرو اترو پر ميز وي" له دغو موضوعگانو څخه يوه د ویزي سیاست دی.

نور مطالب: