1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پلوتو نویو انځورونو ساینسپوهان حیران کړي

۱۳۹۴ تیر ۲۵, پنجشنبه

د «نیو هوریزونز» سپوږمکۍ د لومړي ځل له پاره د پلوتو لوړ کیفیت لرونکي او له نزدې واټن څخه اخیستل شوي انځورونه ځمکې ته استولي دي. دغو انځورونو سیاینس پوهان حیران کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FzHr
انځور: Reuters/NASA New Horizons

د ناسا ساینسپوهانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «نیو هوریزونز» سپوږمکۍ ډیر څه بربنډ کړي دي او د لومړي ځل له پاره یې له نزدې واټن څخه په لوړ کیفیت د پلوتو انځورونه اخیستي دي. دغه انځورونه د د دې سیارې له ۱۵۰ مایلي واټن څخه اخیستل شوي دي. ساینسپوهان ځکه ډیر حیران شوي دي چې له ځمکې څخه د دغې لیرې پرتې سړې سیارې سطحه د جیولوژیکي فعالیتونو نښاني لري.

د «نیو هوریزونز» له خوا استول شوي انځورونه لوي یخي غرونه ښيي چې د تر ټولو لوړ ارتفاع یې ۱۱۰۰۰ فوټ ته رسیږي.

دا د پلوتو تر ڼولو نزدې انځور دی
دا د پلوتو تر ڼولو نزدې انځور دیانځور: Reuters/NASA New Horizons

جیولوژیکي معما

هغه څه چې ساینسپوهان یې حیران کړي دي چې د پلوتو په نسبې ټوګه تازه او پرته له ګوداله سطحه ده. پلوتو د کویپر کمربند په مجاورت، یعني له نیپتون څخه د لیریو تیږو او ستارو په سلسله کې قرار لري. له همدې کبله داسې اټکل کیده چې د پلوتو سطح دې له ګودالونو ډکه وي.

ساینسپوهان داسې فرض کوي چې د پلوتو سطح تازه شوې او تغیر یې کړی دی. هغوی تر سطحې لاندې د موجودو اقیانوسونو او نورو جیولوژیکي حرارتونو له کبله د یخ فشانونو د رامنځ ته کیدو خبره کوي.

د «نیو هوریزونز» سپوږمکې مسوولینو خبریالانو ته ویلي دي چې پلوتو ډیره متفاوته ده او تر اوسه پورې هغوی بل داسې کومه سیاره نه ده لیدلې.

NASA Aufnahmen von Pluto
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

اوس نو «نیو هوریزونز» خپل نهه نیم کلن درې میلیارده مایلي سفر پوره کړی دی او خپلو څیړنو ته به دوام ورکړي. هغه اوس د کویپر کمربند ته وردننه کیږي ترڅو د هغو توکو په اړه څیړنه وکړي چې د ساینسپوهانو په اند ۴.۶ میلیارده کاله مخکې د شمسي نظام د جوړیدو بقایا په کې موجودې دي.