1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پرویز مشرف او شوکت عزیز د نیولو امر ورکړل شو

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

د پاکستان یوې محکمي د جمعي په ورځ د دغه هیواد د پخواني ولسمشر، پرویز مشرف، او پخواني لومړي وزیر، شوکت عزیز، د نیولو امر ورکړی دی. محکمي دواړه پخواني مشران د یوه بلوچ مشر په وژلو کې په ښکیلتیا تورن کړي دي.

https://p.dw.com/p/1317Z
مشرف اوس په انګستان او دوبۍ کې ژوند کوي
مشرف اوس په انګستان او دوبۍ کې ژوند کويانځور: picture-alliance/ dpa

د بلوچانو مشر، نواب اکبر بګټي، په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې د غره په یوه سوري کې ووژل شو. هغه وخت پرویز مشرف او شوکت عزیز د پاکستان مشران ول.

نواب اکبر بګټي تر ۲۰۰۶ کال پورې د بلوچانو د جمهوري وطن ګوند مشر وو. هغه د بوچستان د خود مختاري د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوله. هغه همداراز دا غوښتل چې د بلوچستان د طبعي ځیرمو د عوایدو څخه لویه برخه یې دغې سیمو ته ورکړل شي.

وروسته تر هغې چې پاکستاني پوځ بګټي وواژه په دغه هیواد کې لوي لاریونونه تر سره شول. عدنان کاسي چې د بګټي د مشر زوی وکالت کوي وایي چې د کویټي محکمي د پرویز مشرف او شوکت عزیز د نیولو امر کړی دی. د محکمي دغه امر به د پاکستان حکومت ته واستول شي ترڅو محکوم کسان محکمي ته حاضر کړای شي.

په ۲۰۰۹ کال کې د بګټي مشر زوی د بلوچستان په محکمي کې د مشرف او شوکت عزیز په وړاندې د قتل دوسیه پرانیسته. اوس مهال مشرف په انګلستان او دوبۍ کې ژوند کوي.

دا د مشرف د نیولو لومړی امر نه دی. په ۲۰۰۷ کال کې هم د بې نظیر بهټو د قتل په تړاو د راولپنډۍ یوې محکمي د پرویز مشرف د نیولو امر کړی وو.

دغې محکمې مشرف په دې تورن کړی وو چې د بهټو لپاره یې کافي امنیتي تدابیر نه ؤ نیولي. وروسته بیا د راولپنډۍ دغې محکمي د مشرف د دارایې د کنګلولو امر هم ورکړی وو.

شوکت عزیز د بګټي په وژنه کې ښکیل پاتې کیدل رد کړي او ویلي يې دي چې هغه د جګړي په جریان کې غار د ړنګیدو له کبله ووژل شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض