1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پروان د صحرایي اعدام پر ضد مظاهره وشوه

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

نن په کابل کې د یوی مظاهري په ترڅ کې په پروان ولایت کې د یوې ښځي صحرایي اعدام د یوه وحشیانه عمل په توګه وغندل شو. مظاهره کوونکو د عاملینو د موندلو غوښتنه وکړه. د دغه اعدام یوه ویدیو په انترنت کې خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/15VFR

د افغانستان د ښځو د چارو د وزارت، د مدني ټولنې د سازمانونو او د پارلمان د ځینو غړو په ګډون د بشري حقونو یو ګڼ شمیر فعالینو د چهار شنبې په ورځ په کابل کی په یوه لاریون لاس پورې کړ. هغوی په پروان ولایت کې د د یوې ښځې پر صحرایي اعدام باندې نیوکې وکړي.

په پروان ولایت کې د وژل شوې ۲۲ کلنې ځوانې ښځې  دوژنې ویدویي فلم د یکشنبې په ورځ په انترنت کې خپور شو او په افغانستان او نړۍ کې ئې د بشري حقونو او سیاستوالو قهر راوپاروه.

مظاهره کوونکو چې خپل لاریون ئې د ښځو د چارو له وزارت څخه پیل کړ او د ولسمشرۍ د ماڼۍ په لور روان ول له ځان سره داسې شعارونه لیږدول چې پکښې راغلي وو « مونږ عدالت غواړو.»

دغه لاریون مخکې له دې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نزدې شي، د امنیتي ځواکونو له خوا ودرول شو. هغوی له ولسمشر کرزي څخه د پېښي د عاملینو پر ضد د ژر تر ژره اقدام غوښتنه وکړه.

شینکی کروخیل چې د افغانستان د ولسي جرګې غړې ده او په دې مظاهره کې ئې گډون کړی وو وویل: «د طالبانو له خوا د دغې ښځې اعدام یو جنایي او غیر انساني عمل دئ. حکومت باید له خپل ټول قوت څخه کار واخلي چې د پېښي عاملین پیدا کړي او د عدالت پنجو ته ئې وسپاري. دا د حکومت دنده ده چې عدالت پلي کړي.»

په مظاهره کوونکو کې صحرګل هم ګډون درلود. هغه یوه «نوې ناوې» وه چې د خپلې کورنۍ د زور زیاتیو قربانۍ شوه. ویل شوي دي چې هغه د خپل «خاوند د کورنۍ» له خوا بد لمني ته مجبوره کړای شوې وه. وروسته له هغې چې نوموړې له دې کار څخه ډډه وکړه، د کورنۍ د غړو له خوا ربړول شوې وه.

په افغانستان کې د ښځو پر ضد د زور زیاتي پېښې په وروستیو کې ډیرې شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې د ښځو د حقونو د تضمینولو په لار کې عملی ګامونه واخلي.

ولسمشر کرزي او نړیوالې ټولنې د پروان پیښه غندلې ده. افغان امنیتي ځواکونو د پروان د صحرايي اعدام د عاملینو پلټنه پیل کړې ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش