د پرسونل ضد ماينونه اوس هم استعماليږي
۱۳۹۳ دی ۲, سهشنبه
د پرسونل ضد ماينونو د منع کولو نړيوال کمپاين په خپل راپور کي وايي، چي په افغانستان، پاکستان، ليبيا او يمن کي بيا وسله والو ډلو د انسانانو پرضد وسلې کارولي دي.
په ۱۹۹۹م کال کي رامنځ ته سوی د اوتاوا کنوانسيون په نامه تړون له مخي د پرسونل ضد ماينونو استعمال او زيرمه کول منع سوي دي. دغه تړون اوس د آلمان په گډون ۱۶۲ هيوادونو منلی دئ. له هغه راهيسي د دغي وسلې د قربانيانو شمېر لږ سوی دئ.
په ۱۹۹۹م کلونو کي د ورځي د ماين د قربانيانو شمېر ۲۵ کسانو ته رسېد. خو په ۲۰۱۳م کال کي په دغو چاودېدونکو وسلو د ورځي ۹ نفره وژل سوي دي.
د اټکل له مخي په ټوله نړۍ کي نژدې ۴۰ ميليونه انسانان په خپلو سيمو کي د پرسونل ضد ماينونو له خطر سره مخامخ دي. په نړۍ کي ډېر شمېر د وسايطو او ټانگ ضد ماينونه هم سته.
يو شمېر ماينونه له پاسه د فشار له امله او يو شمېر ئې بيا و بغل ته د تيرو په حالت کي چوي.
د پرسونل ضد ماينونه په لومړي وار د لومړي نړيوال جنگ په وخت کي استعمال سول. دغه ماينونه په ځمکه کي ښخيږي او په کلونو همداشان پاته وي او د انسانانو ژوند تهديدوي.