د پرتګال په ولسمشريزو ټاکنو کې څوک مخکښ دی؟
۱۳۹۴ بهمن ۴, یکشنبه
ولسمشر په پرتګال کې تر ډېره تشريفاتي دندې لري. خو هغه د قوانينو په وړاندې ويټو هم ورکولی، پارلمان منحلولی او د نويو ټاکنو اعلانولو صلاحيتونه هم لري. د پرتګال له پاره اوسنۍ ټاکنې د ۱۹۷۴ کال د لوَنګو په نوم د انقلاب راهيسې نهمې ولسمشريزې ټاکنې دي.
برحاله ولسمشر، انيبال کاواکو سيلوا، له دوو دورو وروسته د مارچ په نهمه نېټه له واکه لېرې کيږي. په دغه له اقتصادي لحاظه کړکېچ ځپلي هېواد کې د دوو مياشتو راهيسې يو کيڼ اړخی د اقليت حکومت حاکم دی. مارسېلو ربېلو دې سوسا ژمنه کړې ده چې هڅه به کوي د حکومت ثبات ته لومړيتوب ورکړي.
په فبرورۍ کې د ټاکنو دوهم پړاو ټاکل شوی دی
د ټولو نظرسنجيو له مخې به ۶۷ کلن ژورنايست او د حقوقو پروفيسر دې سوسا څرګنده بريا لاسته وروړي چې کېدای شي په لومړي پړاو کې لا مطلق اکثريت تر لاسه کړي. که له لسو ولاړو کانديدانو څخه هيڅ يو نوماند مطلق اکثريت وانه شي خيستلای به د فبرورۍ په ۱۴مه د ټاکنو دوهم پړاو هم تر سره شي.
دوهم پړاو ته د وتلو له پاره اصلي چانسونه د ربيلو دې سوسا تر څنک يوازې دوه نوماندان لري، يعنې انتونيو سامپايو د نووا، چې د ليسبون پوهنتون پخوانی رئيس دی او کيڼ اړخې کانديده، ماريه دې بېلېم.
د کيڼ اړخي حکومت څخه ملاتړ
سره له دې چې مخکښ کانديد، دې سوسا په ليبرال سوسيال دموکرات ګوند پورې اړه لري، خو ده په انتخاباتي منډو ترړو کې تل ويلي دي چې دی به د لومړي وزير، انتونيو کوستا، له ځوان چپي حکومت څخه ملاتړ وکړي. خو ده بيا هم اخطار ورکړی دی چې د هغوی له خوا د اصلاحاتو او سپما د پروګرام پلان شوی تضعيف بايد د بودجې په برخه کې د ديسيپلين د کمېدلو په معنی نه وي. د ډيواليتوب سره مخامخ د اروپايي ټولنې غړی هېواد پرتګال تقريبا لس ميلیونه اوسېدونکي لري چې له کلونو راهيسې د نړيوالو مرستندويو قرضو په مټ يې مالي ملاتړ کيږي.