1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخوا رقيبان د اقليم ساتنې ملګري شول

باربرا وېزل۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

د پاريس اقليمي کنفرانس هغه تړون صادر کړی دی چې په نړۍ کې د فوسيل يا لرغونو انرژيو د سوند چارې ته ښايي د روانې پېړۍ په اوږدو کې د پای ټکی کښېږدي. ټول ګډونوال دغه ورځ تاريخي بولي.

https://p.dw.com/p/1HMZP
انځور: Getty Images/AFP/F. Guillot

«تړون ومنل شو.» په دغې جملې سره د کنفرانس مشر، لاورن فابيوس، هغه متن بشپړ کړ چې ښايي نړۍ به بدله کړي. د اقليمي سرمشريزې پر دريځ باندې د خوشخالۍ اوښکې توی شوې. فابيوس، چې د خبرو اترو مشري يې دوې اوونۍ کړې وه او د ملګرو ملتونو د اقليمي چوکاټ د کانونسيون مشره، کريستيانه فيګرس يو بل ته ورغاړه وتل او بيا يې د سوک وهنې د سيالۍ تر پای ته رسېدلو په څېر د برياليتوب لاسونه پورته کړل. د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند هم د تړون تصويبېدلو ته راغلی و.

ټولو د تفاهم په لور هڅه کوله

د جنوبي افريقا د چاپېريال ساتنې وزيرې، ادنا مولېوا د پرمختلونکو هېوادونو د ګروپ د مشرې په توګه وويل: «موږ دغه تړون د همکارۍ په فضا کې جوړ کړی دی.» د پرمختلونکو هېوادونو له پاره هم د هغې په خبره نوي مسووليتونه ټاکل شوي دي. په لومړي ځل پرمختلونکو هېوادونو، چې د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړ هېوادونه لکه چين، ملايزيا او هند په کې هم ځانونه شاملوي، وکولای شول چې توافق ته ورسيږي. ورته خبره پر صنعتي هېوادونو باندې هم صدق کوي چې د اقتصادي بڼې له بدلون سره يې مخالفت ښوولی و: د هغوی په ډله کې پخوا کاناډا، استراليا او همداراز د امريکا متحده آيالات هم راتلل. خو په پاريس کې دغه ائيتلاف تر ډېره ړنګ شوی و، لکه په تورونتو او کانبېرا کې د سياسي واک د لېږد او په واشنګټن کې د سياسي تګلارې د اوښتلو له کبله.د پخوا رقيبان د اقليم ساتنې ملګري شول

Frankreich Cop21 Klimagipfel in Paris Klimaabkommen beschlossen
انځور: Getty Images/AFP/F. Guillot

د امريکا متحدو آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري د خبرو اترو په دوهمه اوونۍ کې توافق ته د رسېدلو له پاره ډېره همکاري کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د ده سره مل پلاوي د متن تصويبېدل د لنډ وخت له پاره درولي ول ځکه چې د ځينو جمله بنديو سره يې له حقوقي اړخه اندېښنې څرګندې کړې وې، خو په پای کې کېري وويل چې «دغه تړون د هر ملت په ګټه دی.» کېري پر اقتصادي کړيو غږ هم وکړ چې د اقليم ساتونکو ټکنالوژيو په برخه کې دې پانګونه وکړي. د کوربه هېواد فرانسې ستاينه يې په دې الفاظو وکړه چې فرانسې د ترهګرو په لاس انسانان له لاسه ورکړل، خو اوس پاريس داسې بېلګه ورکړې ده چې د ژوند ژغورلو له پاره کومې هلې ځلې بايد پورته شي.

د سرمشريزې پايلې

دا لومړی ځل دی چې ټول ۱۹۵ برخه وال هېوادونه په يوه تړون کې دې ته غاړه ږدي چې د ځمکې د کُرې د تودېدلو د مخنيوي له پاره ګډې هلې ځلې وکړي. تړون د تودېدو کچه د ۱،۵ تر ۲ درجو سنټي ګرېده پورې محدودوي. سربېره پر دې ټاکل شوې ده چې د مضرو ګازو د ايستنې خالصه کچه بايد د روانې پېړۍ تر نيمايي پورې صفر ته راټيټه شي. تړون په ۲۰۲۰ کال کې اعتبار مومي. د ځانګړو هېوادونو له خوا ټاکل شوې موخې او هدفونه به هر ۵ کاله بيا وارزول او د اړتيا په صورت عيار شي.

هند او چين هم غاړه کښېښوده

د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړ هېوادونو هم د ګډې تګلارې ملا وتړله. آن هند چې د سرمشريزې په پيل کې يې لا شک لاره، غاړه کښېښوده. د هند د چاپېريال ساتنې وزير، پراکاش جاوادېکار، وويل: «د ۷ مليارډه انسانانو په ژوند کې نوی باب پرانيستل شو.» چين هم په پاريس کې له خپل پخوا ټينګ دريځ څخه تېر شو. د چين د چاپېريال ساتنې وزير، چېن جينينګ، وويل چې «تړون يو قوي او مثبت پيغام لري.»

د آلمان د چاپېريال ساتنې وزيرې، باربره هېندريکس وويل: «زه د مبالغې خوښوونکې نه يم، خو موږ اوس په ګډه تاريخ جوړ کړی دی.» هېندريکس په دې خبرې هم ټينګار وکړ چې صنعتي هېوادونه د اقليمي تګلارې د بدلون په تمويلولو کې خپلو مسووليتونو ته ځير دي او بايد د تړون د پايلو په رفع کولو کې هم مرستې وکړي. نړيوالې ټولنې د دې په خبره وښودله چې هغه په ګډې همکارۍ سره مشترکو غوڅو پرېکړو ته رسېدلی شي.