د پخوانيو طالبانوبيرته ځای پرځای کيدل هو ، خونه په هر قيمت
۱۳۸۸ بهمن ۱۶, جمعهخو په لندن کښي د افغانستان کنفرانس پدې ارتباط يوه قاطع پروژه را وړاندي کړه ، اوهم ډير هيوادونه دې ته تيار سول چي ، ددغي پروژې مالي مرستي ته اوږه ورکړي . د مثال په ډول جرمني حاضر سو چي په راتلونکو 5 کلو کښي 10 ميلونه ايورو ددغي پروژې د مالي ملاتړ په خاطر په اختيار کښي ورکړي . سر بيره پردې د ناټو عمومي منشي راسموسن هم ددغي نظريې د ګرميدو د پاره تبليغ وکی ، او د استانبول د دفاع د وزيرانو په غونډه کې يې دغه پيشنهاد يو د سولي پيشنهاد وه باله .
پدې هکله د ناټو عمومي منشي زياتوي چي « په افغانستان کښي ډير کسان د مذهب او يا ايډيالوژۍ دپاره مبارزه نه کوي ، بلکه دوی د يو څو روپيو د لاس ته راوړلو دپاره د طالبانو سره يو ځای سويدي ، چي خپلي کورنۍ ورباندي تغذيه کي . موږ کوښښ کوو چي د دوی د ژوندانه د پاره ورته نوي لاري خلاصي کو . »
د ناټو عمومي منشي هڅه کوله چي د انظر پراخه نسي چي ګواکي غربيان کوښښ کوي د عجيبو او غريبو وسايلو د لاري په افغانستان کښي سوله په پيسو رانيسي ! پدې هکله د ناټو عمومي منشي وايي ،
« يو څه شرايط بايد پوره سي . خو دغه پروسه بايد افغانان پخپله پيل کي ، بل دا چي هره د سولي پروسه بايد د افغانستان د اساسي قانون او د قومونود حقوقو د ساتلو کلک ملاتړی وي ، ددې مانا داده چي په افغانستان کې دموکراسي ، بشري او د ښځو حقوقو ته پوره پاملرنه وسي . موږ د روغي جوړي او د بيرته ځای پر ځای کيدو د پروسې ملاتړ کوو ، خو دا هر څه زموږ د ارزشتونواو علايقو په قيمت نه ! يوه شي ته چي د ناټو عمومي منشي جواب ونه وايه ، هغه داؤ چي څنګه سړی پردې خبره ډاډمن کيدلای سي چي طالبانو ته پيسې ورکول سي ، خو دوی بياهم جنګ ته ادامه ورکي .
بله مهمه خبره داده چي هغه طالبانو چي د پيسو په مقابل کښي يې جنګ پرې ايښی دی ، د هغو طالبانو سره چي جنګ ته دوام ورکوي څنګه يې فرق وسي .
پر دغو دواړو خبرو باندي به داستانبول په کنفرانس کښي پوره جر و بحث وسي . خو نه يوازي د طالبانودبيرته ځای په ځای کيدلو د پيسو خبره په غونډه کښي مطرح ده ، بلکه د افغانستان د پوځ جوړيدل او دهغه مالي لګښت هم يولويه پوښتنه وه .
هازل باخ/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري