«د پاک-افغان سرحد ساتل اسانه کار نه دئ»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبهد افغانستان او پاکستان تر منځ غرنۍ پولي تل د دواړو ملکونو تر منځ د لانجو زیږندي بلل کیږي. د افغانستان د استخباراتو وروستي راپورونه هم ښيي چې زور پالي د هوا په تودیدو له همدې سيمو افغانستان ته را اوړي او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې بریونه تنظیموي.
له بلي خوا له پاکستان سره په سرحد کې د ننگرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له اړخه د دروازې او نورو تاسیساتو د جوړولو پر سر هم لانجه روانه ده.
په افغانستان کې د ایساف مرکزي قومانداني وایي، چي د دغو پولو خونديتوب د نن او سبا خبره نه ده.
د دغه ځواکونو وياند آلماني جنرال ګونتر کتڅ په کابل کې دویچه ویله ته وویل، چي د دغو پولو خونديتوب په لنډ مهال کې ناشونی دی او دا هم نه ده چې پاکستان نه پوهیږي چې ورته د دغو غرنیو سیمو خونديتوب څومره اړین دی.
د جنرال کتڅ په وینا ایساف هم داسي کومه حل لاره نه ویني چې ژر دي دغه سرحد خوندي کړي:
«موږ ټول پوهیږو چې په لنډ مهال کې د دې ستونزي له پاره کوم حل لاره نه لرو، خو درې اړخیزه خبري اتري د کابل، اسلام آباد اوایساف تر منځ کولای شي په اوږد مهال کې دغي لانجې ته یوه حل لاره پيدا کړي.»
جنرال کتڅ وایي که چیري پاکستان فکر کوي چې نا امنه سرحد یي یوازي د افغانستان او ایساف په زیان دي دا خبره تر ډیره سمه نه ده او په خپله د پاکستان له پاره هم سرخوږی دی:
«سرحدي سیمي یوازي د افغانستان او ایساف له پاره د تشویش وړ نه دي، بلکي پخپله پاکستان ته هم سرخوږی دی، افغانستان او پاکستان دواړه له هغو ترهګرو څخه کړيږي چې همدغه پولي کاروي، موږ هڅه کوو چې د همکارۍ فضا رامنځ ته او لا یي غښتلې کړو.»
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي، چي دوی په وار وار له پاکستان پرته له خپلو نړیوالو متحدینو سره هم دغه لانجه مطرح کړې ده.
د هغه په خبره، هغه نا امنۍ چې د پاکستان له سرحده افغانستان ته استول کیږي یوازي کابل یي د مخنیوي نه بلکې نړیوال متحدین یي هم مسئولیت لري:
«موږ د دغو ټولو ستونزو په اړه په وار وار له امریکا او غربي متحدینو سره خبري کړي دي، خو کله چې دغو اندیښنو ته جدي پاملرنه نه کیږي نو پړه یې هغه هیوادونو ته متوجه ده چې زموږ سره نظامي تړونونه لري.»
جنرال کتڅ هغه راپورونه هم رد نه کړل چې طالبان د هوا په تودیدو سره د پاکستان له لاري له همدې غرنیو پولو افغانستان ته لاري جوړي خو وایې د ګډو پولو خونديتوب کابل او اسلام آباد دواړو ته ستراتیژیک اهمیت لري.
څه موده دمخه د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې ترهګر له همدې پولو په اوښتو د افغانستان هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ته را اوړي او هلته پر ګډو ځواکونو بریدونه کوي.