د پاکسنان د سنا مجلس پر مرستيال يرغل ۲۵ کسان وژلي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۲, جمعهد پاکستان چارواکو ويلي دي چي په دغه پيښه کي چي نن د جمعې په ورځ د بلوچستان د مرکز کويټي په ۵۰ کيلومترۍ مستونگ ښار کي رامنځه سوې ده پخپله د سنا مجلس مرستيال سناتور عبدالغفور حيدري سرسري ټپي سوی دئ.
پخپله حيدري هم تر چاودني لږ وروسته رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د بريد هدف دی وو. هغه د تليفون له لاري ويلي دي: «دا چي په دې کاروان کي خلک ډېر ول، کيدای سي تلفات ډېر وي.»
حيدري د جمعيت العلمای اسلام گوند غړی دئ چي د نواز شريف د ائتلافي حکومت يوه برخه ده.
په سیمه کي د روغتيايي چارو مسئول شير احمد ساتکزی ويلي دي چي ۲۰ کسان وژل سوي دي او د ټپيانو په ډله کي د ۱۰ کسانو وضعيت خراب دئ.
د مستونگ يوه پوليس غضنفر علي شاه ويلي دي چي داسي ښکاري چي پر دغه کاروان باندي دي بريد ځانمرگي يرغل وي. هغه ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي د حيدري موټروان هم شامل دئ.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.
زموږ له ارشيف څخه: