1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په زندان کي د يوه هندي وژنه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

هندي چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي چې هغو بندیانو ته سزا ورکړي چې په دې هیواد کې یې یو هندی بندي سخت وهلي وو. دغه بندي سرابجیت سینګ نومیده چې د چهارشنبې په ورځ د لاهور په یوه زندان کې ومړ.

https://p.dw.com/p/18QcJ
epa03684622 A portrait of Indian prisoner Sarabjit Singh lies next to lighted candles and flower petals during a tribute paying ceremony to him after he died at Jinnah hospital in Lahore, in Amritsar, India on 02 May 2013. According to news reports, Singh succumbed to injuries and died of cardiac arrest in a Lahore hospital on the intervening night of 01-02 May, nearly a week following a brutal attack on him by the jail inmates. Sarabjit Singh was accused of spying and involvement in the 1990 bomb attacks in Lahore and Faisalabad in which 14 people died. Sarabjit Singh was convicted for his involvement and sentenced to death in 1991. EPA/RAMINDER PAL SINGH +++(c) dpa - Bildfunk+++
Sarabjit Singh gestorbenانځور: picture-alliance/dpa

د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګ، د پنجشنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه شپږ بندیان چې د لاهور په زندان کې یې یو هندی بندي د تیري جمعې په ورځ وهلی وو، قانون ته وسپاري.

دغه بندي چې سرابجیت سینګ نومیده د جمعې له ورځې راهیسې د سختو ټپونو له کبله په کوما کې وو چې بیا یې د چهارشنبې په ورځ ساه ورکړه.

د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګ، وویل، دا د افسوس ځای دی چې پاکستان دوه کاله مخکې سرابجیت سینګ تر۲۰ کاله زندان وروسته د هندوستان په غوښتنه نه وو آزاد کړی.

له بلې خوا د هندوستان په پارلمان کې د اپوزیسیون غړو د منموهن سنګ پر حکومت باندي تور ولګاوه چې د پاکستان پر وړاندې ډیر نرم چلند کوي.

د وهلو لامل معلوم نه دی

پاکستاني پولیسو ویلي دي چې سنګ د نور بندیانو له خوا په خښتو او نور کلکو وسایل وهل شوی وو. دغو کسانو ویلي دي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغو زندانیانو ولي دغه هندی بندي وهلی دی. د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي هم دي.

په ۱۹۹۱ کال کې پاکستاني چارواکو سنګ ته د مرګ سزا واوروله. پر هغه باندې په ۱۹۹۰ کال کې په لاهور او فیصل آباد کې د بمي بریدونو تور لګول شوی وو. که څه هم سنګ له پاکستان څخه غوښتي ول چې هغه وبخښي خو هغه هیڅ وخت له زندان څخه آزاد نه شو. له بلې خوا پاکستان د هغه د اعدامولو موده هم هر وخت څنډوله.

د سنګ کورنۍ تل ادعا کړې ده چې هغه بېګناه دی او په ۱۹۹۰ کال کې په غلطۍ سره د پاکستان خاوري ته اوښتی وو.

پاکستان د ډاکترانو هڅې ستایي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، اوس هڅه کوي چې ژر تر ژره ټول رسمي مراحل بشپړ کړي او د سنګ مړۍ هندوستان ته وسپاري. د دې وزارت چارواکو ویلي دي چې پاکستاني روغتیایي کارکوونکو د سنګ د ژوند د ژغورلو له پاره خپل ټولې هڅې کړې دي.

هندوستان او پاکستان له لسیزو راهیسې له یو بل سره ښې اړیکې نه لري. په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان پر ممبیی ښار باندې تر بریدونو وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکې ډیري خرابي شوې، خو بیا د سخت نړیوال فشار له کبله دواړه هیوادونه یو څه آرام شول.