1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په تاريخ کي يوه پارلمان خپله دوره پوره کړې ده

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعه

د پاکستان هيواد د جوړېدو يعني ۱۹۴۷عیسوي کال راهيسي دا لومړی وار دی چي يو پارلمان خپله دوره پوره کوي. په دغه هيواد کي د پيپلز واکمن گوند دا د خپلې دورې يوه لويه لاس ته راوړنه بولي. خو کارپوهان بل څه وايي.

https://p.dw.com/p/17yZh
In this May 9, 2011 file photo released by Pakistan's National Assembly, Pakistani Prime Minister Yousuf Raza Gilani addresses the Parliament in Islamabad, Pakistan. Islamabad still angry over the U.S. raid that killed Osama bin Laden, Pakistani lawmakers demand an end to U.S. drone strikes against Islamic militants on their soil, and warned that Pakistan may cut NATO's supply line to Afghanistan if the missile attacks don't stop. The nonbinding resolution reflects the precarious nature of the U.S-Pakistani alliance that seems to get worse with every American success. (AP Photo/Pakistan's National Assembly, File)
Pakistan Parlament Debatteانځور: AP

ديموکراسي د پاکستان له جوړېدو راهيسي په دغه هيواد کي کمزوره او هر وخت له گواښ سره مخامخ وي. په دغه هيواد کي اکثره وختونه د پوځ واکمني وه چي په ټوليزه توگه پوځ څلور ځله پر دغه هيواد حکومت کړی دی.

ځکه نو دا يوه بريا بلل کيږي چي د پاکستان پيپلز گوند په دې توانيږي چي د مارچ پر شپاړسمه نېټه خپله پارلماني دوره بشپړه وي. په دې توگه سره نو دا لومړی ځل دی چي يو ټاکل سوی حکومت خپله دوره پوره کوي.

يوسف رضا گيلاني په ۲۰۰۸ مېلادی کال کي د پاکستان د ۱۷ لومړي وزير په توگه لوړه وکړه. د نوموړي په دوره کي پنځه بوديجې تصويب سوې. هغه په داسي وخت کي د پاکستان لومړی وزير سو چي پاکستان له سختو حالاتو سره مخامخ وو. د بېلگې په توگه مخ پر زياتېدونکې گراني، د برېښنا پارچاوۍ، امنتيتي ستونزي او ستري اقتصادي ستونزي چي لا تر نن پوري دوام لري.

کله چي گيلاني لوړه کوله گوند ئې له ۲۰۰۷مېلادي کال راهيسي بې مشرتابه وو. له هغه راهيسي چي بېنظير بهوټو په يوه يرغل کي ووژله سوه. د پاکستان په بلوچستان ايالت کي د حکومت له خوا د بلوڅ مشر نواب محمد اکبر بگټي تر وژل کېدو وروسته بيلتون پالو غورځنگونو زور اخيستی وو.

له بلي خوا د پاکستان شمال لوېديځ ايالت چي وروسته ورته د خيبر پښتونخوا نوم ورکړل سو، هم په عملي توگه د وسله والو تر واک لاندي وو. په دغه وخت کي د پاکستان پوځ د وسله والو او د خپل اولس پر ضد جگړه پېل کړې وه او د پاکستان عدليې د خپلي خپلواکۍ له پاره مبارزه شروع کړې وه.

که څه هم گيلاني د ۲۰۱۲ مېلادي کال په اپريل مياشت کي د قضا له خوا مجازات کړل سو او په دې توگه د دندې پرېښوولو ته اړ سو، خو هغه د خپلي دورې مثبته نتيجه گيري کوي او وايي:

«د پيپلز گوند تر ټولو لويه لاس ته راوړنه دا ده چي د پاکستان په پنځه شپېته کلن تاريخ کي د لومړي ځل له پاره د يو حکومت په توگه په دې توانيږي چي خپله پارلماني دوره پوره کړي. نړۍ دې ته سترگي په لاره ده چي واک د یوه ټاکل سوي حکومت څخه و بل ټاکل سوي حکومت ته وسپاري او هغه هم په يوه ښه او ديموکراتيکه فضا کي.»

خو په اسلام آباد کي د هاينريش بيول آلماني بنسټ رئيسه بريتا پېترسن نتيجه گيري د پاکستان د تېر حکومت په هکله بل ډول ده. هغه وايي چي د حکومتي دورې پوره کول يوه مثبته خبره ده، خو هغه قوانين چي جوړ سوي دي، عملي کېدو ته يې لا خلک سترگي په لاره دي.

ېټرسن زياتوي: «خبره د قوانينو په عملي کولو کي ده او همدلته پرابلم پيليږي. بله خبره دا ده چي په پاکستان کي په تيرو کلونو کي په تاوتريخوالي کي زياتوالی راغلی دی. د سولي له پاره د يوه پاکستاني انستيوت په وينا په تېره پارلماني دوره کي په پاکستان کي د تاوتريخوالي او ناامنۍ کچه ۵۲ فيصده اضافه سوې ده.»

د پېټرسن په وينا د PIPS په نوم انستيتوت د يوې احصايې له مخي تر ۵۶ زيات پوښتل سوي کسان فکر کوي چي پيپلز گوند د پاکستان د تر ټولو زيات اختلاسگر گوند دی. پر هغه سربيره بيا هم د يوې بلې احصايې له مخي دغه گوند زيات محبوبيت لري او ښايي راتلونکي ټاکنې د ۳۰ فيصدو رايو په لاس ته راوړلو سره وگټي.

تر هغه وروسته د پاکستان د نواز شريف مسلم ليگ گوند او د پخواني کرکيټ باز عمران خان تحريک انصاف گوندونه زیات چانسونه لري چي ټاکنې وگټي. د پېټرسن په وينا هر گوند چي هم د پاکستان راتلونکي ټاکني وگټي، يو کمزوره حکومت به وي ولي چي له بېلابېلو گوندونو سره به ايتلاف ته اړ وي، چي پکښي هر گوند به بيا خپلي گټي لټوي.