د پاکستان په ايتلافي حکومت باندی جوړه
۱۳۸۶ اسفند ۲۰, دوشنبهاعلان
د پاکستان د خلکو گوند لخوا اصف زرداري، د پخوانۍ صدراعظمې بی نظير بوټو مېړه او د مسلم ليگ لخوا د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف پرون اسلام آباد ته نږدې د شريف په ماڼی کې د حکومت په جوړولو موافقې ته ورسيدل او په يو خبري کنفرانس کې يي اعلان وکړ.
دوی د جمهور ريس مشرف څخه وغښتل چې سمدلاسه نوی انتخاب شوي پارلمان غوندې ته راوبلی.
نواز شريف وويل، چې نوې پارلمان به ډير زر د جمهور ريس مشرف لخوا لري شوي قاضيان بيرته په خپلو ډندو وگماري.