د پاکستان په اسا سى قانون کښي د تغيراتوپه منظور پارلماني غونډه بيا وځنډول سوه
۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعهپه مرکزى پارلمان کښى کيدونکې جلسه وځندول سوه چى د ټول هيواد د سياسى او ټولنيزو کړيو دپاره يو غمجنه او دانديښنو وړ پيښه وه .
داپداسی حال کښي چه دغه پارلمانى غونډى ته سترګى اوښتي وې، ځکه چى د هيواد په تاريخ کښى په اوله پلا د اساسى قانون بيرته سمولو او دهغه يو پر څلورمه برخه مادې (چىتعداد يې د سلو څخه هم پورته دى) بيرته بدلولوهڅى وې .
د هغه په منظورد ټولو پارلمانى ګوندونو له خوا جوړى شوى د اساسى قانون اصلاح کونو په غرض د سناتور رضا ربانى په مشرى کښی يو کميته هم جوړه سوې ده . دا چى دا پروسه د يوه کا ل راهيسى جريان لری ، د هغه لوی مقصد دا دى چى د نظامي دکتاتورانوجنرال ضياالحق او جنرال مشرف په وختو کښى په دغه اساسى قانون کښى داخلي سوی مادې ليرى سى، چى داسى لکه د کال 1973 اساسى قانون غوندي یووار بيا ديمو کراتيکه شکل واخلى . نو د ډيروغونډو او صلاح مشورو څخه وروسته بايد پرون ماښام پر 7 بجو يوه مسوده د کميټې دغړو لخوا لاس ليک سوې واى او نن پارلمان ته وړاندى شوې واى .
خو پرون ماښام پر 6 بجو د پاکستان مسلم ليګ اوسني مشر د نوازشريف مطبوعاتى کانفرنس خلک هک پک کړل چى کله يې دا وويل چى دوى به د اصلاحاتو مسوده ترهغو پورى نه لاس ليک کوى تر څو چى د قاضيانو د ټاکلو او د صوبه سرحد د نوى نامه شخړه حل سوې نه وي .
د حيرانتيا خبره دا وه چى تر پرون غرمى پورى داس څه خبره نه وه چى دمسلم ليګ نواز ډله به څه پوښتنى ولرى، ځکه چى ټولى صلاح مشورې او مسودې د دوى په خوښه جوړی سوى وې .
ده هم دا ډول د صوبه سرحد د نوى نامه شخړه هم داسى پريښول چى حل سوې وه . د عوامى ملى ګوند له خوا درې نا مې وړاندى شوې چى هغه پښتونستان افغانيه او د پښتون خواه او مسلم ليګ له خوا د خيبر اباسين او ګنداره نومان وړاندى سوى وه ، نو د بيلا بيلو رپوټونو له مخى پر دغه يوالى ښودل کيږى چى د دواړو ګوندونو له خوا ښودل سوى نامو څخه يو نامه انتخاب سی ، نو دا يا معلومه نه دى چى پرون هغه پيښه وشوه چى هر څه يې يو وار بيا ټک په ټک ودرول .
سياسى کړى وايې چى کيداى سى نوازشريف ته د يوې خوا ټيليفون سوی وي اوپه دوی سره داسى يووار بيا د ديموکراسى لمن پراخيدلو مخه ونيولى سى .
شاه جهاه
کتونکي : محمد قاسم نوري