1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پارلمان له امريکا سره د اړيکو نوې تگلاره وټاکله

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه

د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت کمېټې له خوا د متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه وړاندي شوي وړاندیزونه وکيلانو په یوه خوله ومنل. په دې کښي د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو بندېدل هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/14dJC
انځور: AP

دغو وړاندیزونو یا تگلاري ته د غبرگون په توگه د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني پارلمان ته په خپله وینا کي ژمنه وکړه چې دولت به د دغه تگلاري د عملي کولو له پاره خپلي هڅي وکړي.

خو د کمېټې له خوا په وړاندي شوي وړاندیزونو کي د ناټو د اکمالاتي لاري د پرانیستلو په اړه په څرگند ډول څه نه دي ویل شوي. یوسف رضا گیلاني هم په دې اړه څه ونه ویل، چي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له پاره به دغه اکمالاتي لاره خلاصه شي او که نه.

خو د کمېټې له خوا په دغه وړاندیزونو کي دا غوښتنه شوې ده چې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو له پاره دي وسلې د پاکستان له لاري نه لیږل کیږي.

د تیرکال د نومبرد میاشتي پر۲۶نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ تنو پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته، پاکستان د غبرگون په توگه د ناټو اکمالاتي لار وتړله.

کله چې د پاکستان د اطلاعاتو له وزیري فردوس عاشق اعوان څخه وپوښتل شول، چي پاکستان به د ناټو اکمالاتي لاره پرانیزي او که نه، هغې هم په دې اړه کوم څرگند ځواب ور نه کړ.

پارلمان ته د گیلاني تر وینا وروسته عاشق اعوان د پارلمان مخي ته خبریالانو ته وویل، چي پارلمان دولت ته یوه تگلاره او اصول ټاکلي دي او دهغې په نظر کي نیولو سره به دولت په دې اړه یو مناسب دریځ غوره کړي.

په دغه نوي چوکاټ کي د پاکستان په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو بندول او د ناټو له لوري د ۲۴پاکستاني سرتیرو د وژلو په اړه بېله قیده او شرطه د بخښني غوښتل اساسي غوښتني دي.

په دغه وړاندیزونو کې دا هم راغلي دي چې دولت باید په خپله خاوره کي په پټه او ښکاره توگه بهرنیانو ته د هیڅ ډول عملیاتو اجازه ور نه کړي او نه دي د کومي شخصي امنیتي کمپنۍ اجیران او یا د بهرنیو استخباراتي ادارو مامورین په دغه خاوره کي عملیات تر سره کوي.

تر دې وړاندي په پاکستان کي اپوزیسیون وړاندیز کړی وو، چې د ناټو اکمالاتي لاره دي په يوه شرط خلاصه شي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند شي. خو پارلمان ته د کمیټې له خوا په وړاندي شوو وړاندیزونو کي اوس دا ټکی نشته.

په واشنگټن کي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ویکتوریا نولند ویلي دي، چې دوی غواړي د پاکستان له دولت سره د دغه وړاندیزونو پر سر خبري وکړي. هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده، چې د پاکستان پارلمان چي د کمېټې له خوا د متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه کوم وړاندیزونه منلي دي د هغو احترام کوي:

«موږ له پاکستان سره د پایداره، ستراتیژیکو او د لا روښانه اړیکو ِغوښتونکي یو.»

د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ اړیکي له هغه وخت راهیسي ترینگلې شوي دي، چې د تیر کال د می په میاشت کي ځانگړو امریکایي ځواکونو اسلام اباد ته څېرمه د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لادن وواژه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل