1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان نوي لومړي وزير د وفادارۍ لوړه و کړه

۱۳۸۷ فروردین ۶, سه‌شنبه

د پاکستان نوي لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ته نن د هغه هېواد د اولسمشر پرويز مشرف لخوا د وفادارۍ قسم ورکړل شو. نوموړي د قسم متن په پلازمېنه اسلام آباد کې د اولسمشر په ماڼۍ کې ولوست.

https://p.dw.com/p/DbO2
د پاکستان نوي لومړي وزير يوسف رضا گيلاني
د پاکستان نوي لومړي وزير يوسف رضا گيلانيانځور: AP

(زه به خپله دنده په ډېر صداقت، وفادارۍ او پوره کوښښ سره د پاکستان د اساسي قانون سره سمه سر ته رسوم، د پاکستان دگټو او خپلواکۍ ساتلو، ارضي تماميت، يووالي، سوکالي او نيکمرغي په نطرکې نيولو سره، کوم به چې د پاکستان د منځ ته راتگ له عاملو بنسټيزو اسلامي اصولو له روحيی سره برابر وي.)

د پاکستان نوی لومړی وزير پرون د دوشنبې په ورځ د هغه هېواد د ملي شورا يا پارلمان لخوا وټاکل شو او د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې ميرمن بې نظير بوتو د پيپلز له گوند څخه دې څوکۍ ته نومول شوی وو. نوموړی گوند غواړي د پخواني لومړي وزير نواز شريف له گوند مسلم ليگ سره يو ځای کار وکوي.

د قسم ورکولو مراسمو ته د بې نظير بوتو مېړه آصف زرداري او په لندن کې زده کوونکی د دوی زوی بيله وال بوتو زرداري هم راغلي وو. د غونډې په ترځ کې يوه گوندي کس دا ناره وکوله چې ژوندی د وي بوتو او لومړي وزير ورته آمين وويل. د مراسمو په پای کې، کوم چې په تلويزيون کې نېغ په نېغ خپرېدل، پرويز مشرف او گيلاني لاسونه سره ورکړل.

له تېر کال راهيسې د مشرف شهرت زيات کم شوی او د فبروري د ١٨ ورځې په پارلماني ټاکنو کې د نوموړي گوند او سياسي ملگري سخت ناکام پاتې شول.

غونډې ته د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د مسلم ليگ د گوند مشر نواز شريف هم رابلل شوی وو، خو د پاکستان د تلويزيون د ونيا له مخې نوموړي نه غوښتل چې برخه پکې واخلي. د مسلم ليگ گوند په پارلماني ټاکنو کې د خلکو له گوند څخه وروسته دوهم پياوړی گوند وخوت.

پخوانی لومړی وزير نواز شريف په کال ١٩٩٩ ميلادي کې پرويز مشرف د لومړي وزارت له څوکۍ څخه راوپرزاوه او اوس د پيپل له گوند سره په ائتلاف او ملاتړ ولاړ دئ.

نواز شريف، چا چې د پرویز مشرف استعفی غوښتې ده، د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال ريچارد بوچر او هم له مرستيال مشر ډيک چيني سره کتلي دي.

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو له قوله يادشوي دواړه امريکايي سياستمداران سهار پاکستان ته رسيدلي او غوښتل يې چې له نوي لومړي وزير آصف گيلاني او پرويز مشرف سره هم وگوري.

امريکه او د هغه لويديز ملگري هېوادونه دا وهم لري، که چېرته په پاکستان کې کورنۍ بې امنيتي او د اولسمشر او حکومت تر منځ مخالفت زيات شي، نو کېدلی شي چې په مقابل کې د القاعدې او طالبانو قدرت وده وکوي.

د امريکې د بوستون په پوهنتون کې پروفيسور او د پاکستان د بوتو د گوند يو صلاحکار حسين حقاني ويلي دي، چې امريکايي چارواک غواړي پاکستان سره خپل ملاتړ په ډاگه او د نړيوال تروريزم پر ضد د جگړو په باب سره وغږيږي.

د نوي ائتلاف دريو غړو گوندونو ويلي دي، چې دوی به په پاکستان کې د ورستيو ځان وژونکو له مسئولو وسله والو سره خبرو اترو ته کښيني او د ترهگرۍ پر ضد به د امريکې تر مشرتابه لاندې د پاکستان ستراتيژي ورسره مطرح کوي.

حقاني زياته کړې چې اوس کېدلی شي د نوې دموکراسۍ په رڼا کې حالات روښانه او بله بڼه ونيسي.

گيلاني ته اسامبلې له ٣٤٢ غړو څخه ٢٦٤ تنو د باور رايه ورکړه، او ده هم د ښه نيت په نخښه سره د هغو قاضيانو د آزادولو امر ورکړ، چې مشرف د نظامي حکومت له اعلان سره جېل ته اچولي وو، او د ده د وينا له پای ته رسېدنې سره سم د هغوی له کورونو څخه پيرې ايسته کړل شوې.

ده د بې نظير بوتو د وژنې نړيواړه څېړنه هم وغوښته.