د پاکستان مخالفوسياسي ګوندونو تر ټاکنو مخکي د بېړني حالت د ليري کولو غوښتنه کړې.
۱۳۸۶ آبان ۲۱, دوشنبهاعلان
دا خبره د ټولو مخالفو ګوندونو په استازيتوب د پاکستان د پيپلز د ګوند مشري بېنظير بوټو کړې ده.
تيره ورځ مشرف په يوه تلويزيوني وينا کي اعلام کړي و، چي په پاکستان کي پارلماني ټاکني د پخواني پلان سره سم د خنورۍ په مياشت کي تر سره سي، خو دايي نه دي ويلي چي په دې هيواد کي بېړنی حالت څه وخت پای ته ورسېږي.
مشرف ويلي چي دغه وروستيو اقداماتو ته د دې له پاره ضرورت و تر څو په دې هيواد کي د درغليو څخه پرته پارلماني ټاکنو ته لاره هواره سوې وای.
مېرمن بوټو داخبره هم کړې، چي دا غواړي د دروسو کيلومترو په واټن سره له لاهور څخه تر اسلام آباد پوري د اعتراض په توګه يو پراخ لاريو ترسره کړی، او دې غوښتل چي تيري جمعې په ورځ دا کار وکړي خو دا پخپل کورکي نظر بنده سوه او ددې کار مخه يي نيول سوې وه.