د پاکستان لپاره حالات تر بل هر وخت نه لوی چلنج جوړوي
۱۳۸۷ مهر ۲۲, دوشنبههغه هېواد چې د طالبانو او القاعدې پرضد، د امريکې تر مشرتابه لاندې بهرنيو مبارزو کې، ډېر کلک ملگری دی، اوس دې ته مجبور شوی چې له لويديزو پور ورکوونکو څخه 10 مليارده ډالر لاس ته وروړي، تر څو د خپل هيواد د افلاس مخه ونيولی شي او هغه هم د 2009 م کال د فبرورۍ تر مياشتې پورې.
په داسې حال کې چې نړيوال مالي اصول د په اصطلاح انحلال په حال کې دی، د پاکستان د پاره حالات تر بل هر وخت نه لوی چلنځ جوړوي، ځکه د هغه ځای نوی حکومت غواړي د مستعفی مشر پرويز مشرف اقتصادي او امنيتي سيستم ته تغير ورکړي.
د پاکستان حکومت دا اقرار نه کوي، چې هېواد يې د تنخوا ورکولو له کړکېچ سره مخامخ دئ - مگر دا ټينگار کوي چې د هېواد د ثبات د پاره د اسلامي ترهگرانو پرضد بهرنيو مرستو ته اړه لري.
د هغه ځای يو مشر حکومتي وزير ناويد قمر د فرانسپرس آژانس ته په ډاگه کړې: موږ په هېڅ صورت سره د افلاس په لور نه ځو.
نوموړی وړاندې زياتوي: موجوده اقتصادي حالت موږ د پاره يو ناوړه او سخت چلنج دئ، خو ډېر ژر به ورباندې بريالي شو. قمر د جمعې تر ورځې پورې د پاکستان د ماليې وزير وو.
قمر دا هم ويلي دي، چې حکومت يوه څو اړخيزه ستراتيژي منلې ده، د تيلو له نرخ او هم په بهر کې د اوسېدونکو پاکستانيانو له پيسو څخه گټه اخلو.
قمر دا اقرار وکړ، چې د پاکستان ملگري هم راسره مرسته کوي، البته هغو مرستو ته په اشاره کولو سره، چې د سپتمبر په مياشت کې ورته د پرمختيايي چارو او هم له افغانستان سره د سرحد د ټينگولو په منظور ورکړل شوې وې.
د پاکستان سرحدي سيمې د اسلامي بنسټ لارو د پاره يو لوی کمربند دئ. په دې سيمو باندې د امريکې راکټي گذارونو اوس د خلکو په منځ کې سخته وېره راولاړه کړېده.
له بهر نه د پيسو لاس ته راوړلو په منظور د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني مالي صلاحکار او د دولتي بانگ مشر شمشاد اختر واشنگټن ته تللی، تر څو 10 مليارډه يورو تر لاسه کړي.