د پاکستان لومړي وزیر د غیرتي وژنو پر وړاندې غږ پورته کړی
۱۳۹۳ خرداد ۹, جمعه
۲۵ کلنه فرزانه پروین لاهور په گڼه گوڼه سړک «فن روډ» کې، له خپل میړه محمد اقبال، او خسرخیلو سره د محکمې په لور روانه وه چې د رسنیو په حواله ورباندې شاوخوا شلو کسانو برید وکړ، هغه یې پر خښتو وویشتله او په کوتکو یې ووهله. د رپوټونو په حواله دغه پیښه په رڼا ورځ د محکمې د ساتونکو په وړاندې رامنځ ته شوې ده.
د پروین کورنۍ د هغې پر میړه باندې ځکه دعوا کړې وه چې پروین د روان کال په لومړۍ میاشت له خپل یوه خپلوان سره له واده کولو څخه ډډه کړې وه. پلان شوې وه چې پروین په همدې اړوند د مې میاشتې پر ۲۷مه نیټه د محکمې پر وړاندې حاضره شي.
پروین د درو میاشتو میندواره وه. ویل کیږي د هغو کسانو په ډله کې چې فرزانه یې د مرگ تر سرحده پورې وهلې ده د هغې پلار، دوه ورونه او د کورنۍ نور غړي شامل دي. خو پر پروین باندې نور ټول برید کوونکي تښتیدلي او یوازې پلار یې نیول شوی دی. په دغه پېښه کې د فرزانې میړه او خسرخیل هم ټپیان شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د پېښې په اړه خواشینې څرگنده کړه او د پنجاب له چارواکو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې په اقداماتو لاس پورې کړي. د فرانسې خبري آژانس د شریف په حواله لیکلي دي: «دغه جنایت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او په اړه یې باید د قانون له مخې عمل وشي.»
غیرت یا د پت په نامه وژنې
دغه ډول وژنې د پاکستان په لیرو پرتو سیمو کې چې پخواني رواجونه اوس هم په کې ډیر پیاوړي دي، ډیرې رامنځ ته کیږي. د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې یوازې په ۲۰۱۳ کال کې ۸۶۹ ښځې د خپلو کورنیو له خوا وژل شوې دي.
که څه هم په ځینو مواردو کې د غیرت په نوم وژنو تر سره کوونکي هڅه کوي چې خپل عمل ته اسلامي دلایل وموندي، خو د پاکستان د جمیعت علمای اسلام – فضل الرحمن گوند، سیمه ییز مشر ریاض دراني، وایي چې غیرتي وژنې له اسلام سره کومه اړیکه نه لري: «په قران شریف کې داسې څه نه دي راغلي چې له مخې یې د غیرت په نوم وژنو ته اجازه ورکړل شوې وي. دا یو ظالمانه عمل دی چې باید په سختو ټکو وغندل شي.»
دراني وایي چې اسلام هر بالغ وگړي ته د واده کولو په موضوع کې بشپړه آزادي ورکوي: «د هغو کسانو موافقې ته په اسلام کې ډیر اهمیت ورکړل شوی دی چې له یو بل سره واده کوي.»
په همدې حال کې پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د دغه هیواد پر حکومت باندې غږ کړی دی چې د دغه ډول پیښو مخه ونیسي او عاملینو ته یې سخته جزا ورکړي.