1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان لومړي وزير بايد محکمې ته حاضر سي

نجيب الله زيارمل (dpa)۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان حکومت له هره اړخه تر فشار لاندي دئ. پر شيعه مسلمانانو باندي تروريستي بريدونه، له هندوستان سره په کشمېر کي شخړه، د يوه واعظ له خوا د پارلمان د منحلېدو غوښتنه او اوس بيا د لومړي وزير د نيولو امر.

https://p.dw.com/p/17KMz
انځور: AP

د رسنيو د راپورونو له مخي د پاکستان د اساسي قانون محکمې هغه پريکړه چي وايي د دغه هيواد لومړی وزير راجه پرويز اشرف دي ونيول سوي په دغه هيواد کي د يوه سياسي بحران د راتلو سبب گرزېدای سي.

د پاکستان د «Geo TV» تلويزيوني شبکې او «ډاون نيوز» د راپور له مخي د لومړي وزير د نيولو پريکړه ځکه سوې ده، چي هغه د انرژۍ وزارت پرمهال په فساد تورن سوی دئ.

په مجموع کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۵) د پاکستان د اساسي قانون محکمې د ۱۶ کسانو د نيولو پريکړه کړې ده، چي په هغو کي يو هم لومړی وزير دئ.

په پاکستان کي له اداري فساد سره د مبارزې ادارې ته لارښوونه سوې وه، چي اشرف دي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۶) په اسلام آباد کي د اساسي قانون محکمې ته حاضر کړي.

د پاکستان د اساسي قانون محکمې او د دغه هيواد د واکمن گوند «PPP» تر منځ له کلونو راهيسي شخړه روانه ده.

په اوسنۍ شخړه کي تور لگول سوی دئ، چي د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۱ کاله پوري د اشرف د انرژۍ وزارت پر مهال، له شخصي شرکتونو سره د برېښنا د توليد فابريکو د جوړولو قراردادونه لاسليک کړي دي، چي د قراردادو يوه اندازه پيسې بيرته دولتي چارواکو ته تللي دي. د فريښنا د توليد ډيري فابريکي نه دي جوړي سوي.

په پاکستان کي د بريښنا کمبودي تر اوسه پوري حتی په لويو ښارونو کي نه ده پوره سوې.

د ۲۰۱۲ کال د مارچ په مياشت کي د پاکستان د اساسي قانون محکمې د فرېښنا د توليد فابريکو د جوړولو پروژه ودروله او دغه شرکت ئې جريمه کړ.

د پاکستان د اساسي قانون ستره محکمه يوازي څو ساعته له هغه وروسته د لومړي وزير د نيولو لارښوونه کوي، چي د دغه هيواد په پلازمېنه کي يوه روحاني مشر محمد طاهر قدري په زرونو انسانان د دولت د منحلېدو په خاطر يه ستر لاريون ته راغوښتي ول.

د لاهور په لاريون کي طاهر قدري
د لاهور په لاريون کي طاهر قدريانځور: DW

دغه روحاني له لاهور څخه تر اسلام آباده پوري د لاريو ږغ کړی وو، چي گومان کېده دوه ميليونه انسان به برخه پکښې واخلي خو د جيو تليويزيون د راپور له مخي دغه شمېر يوازي نزدې ۳۵۰۰۰ وو.

د پاکستان دولت په کشمير کي هم تر فشار لاندي دئ، تيره اوونۍ هندي ځواکونو د کنترول پر کښه باندي پر يوې پاکستانۍ امنيتي پوستې باندي يرغل وکړ چي مرگ ژوبله ئې هم لرله.

د پاکستان او هندوستان سرحدي شخړه
د پاکستان او هندوستان سرحدي شخړهانځور: Reuters

تيره اوونۍ په دغه هيواد کي داسي تروريسي بريدونه تر سره سول چي په وروستيو مياشتو کي ئې ساری نه لېدل کيږي. يوازي د کوټي ښار په دوو چاودنو کي تر ۹۰ تنو ډير انسانان ووژل سول.

د پاکستان د اساسي قانون محکمې د افتخار چودرۍ په مشرۍ، د اشرف تر مخه لومړی وزير يوسف رضا گیلاني هم د تير کال د جون په مياشت کي له دندې لير کړ.

گيلاني هغه مهال په سويس کي د جمهور رئيس آصف علی زرداري د پيسو د سپينولو په اړه محکمې ته د معلوماتو د ورکولو څخه ډډه کړې وه.