د پاکستان سرحدي دروازې ناندرۍ راپورته کړي
۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبهد افغانستان د دفاع وزرات ویاند ظاهر عظیمي، د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۵) په کابل کې وویل، چې د افغانستان پوځ د پاکستان له خوا په سرحدي سیمه کې د دغي دروازې د لیري کولو له پاره پر ټولو (اړینو لارو چارو) غور کوي.
د آلمان خبري آژانس د عظیمي له قوله ليکلي دي: «د دیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول دروازې یا کوم بل بنسټ جوړول باید د دواړو اړخونو د موافقې په صورت کې تر سره شي. دا د ټولو نړیوالو او دوه اړخیزه اصولو پر خلاف عمل دی.»
په ۱۹ پیړۍ کې د بریتانيا له خوا په پښتني سیمه کې د دیورنډ په نوم کش شوې کرښه، د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه شخړه ییزه موضوع ده. افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پیژني او پر دې خبره ټینګار کوي چې سرحد ته څرمه بايد هر ډول فعالیتونه په همغږۍ تر سره شي. خو پاکستان او یو شمیر نور هیوادونه بیا دغه کرښه د رسمي پولې په توګه یادوي.
د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان، د سرحد په اوږدو کې پاکستان په دې تورن کړ، چي پوځي تاسیسات او پوستې جوړوي.
په ننګرهار کې لاریون
د ننګرهار پوهنتون په سوو محصلینو د دوشنبې په ورځ د پاکستان له خوا په سرحد کي د جوړي شوي دروازې پرضد لاريون وکړ. محصلینو د پاکستان د جمهور رئيس او استخباراتي ادارې پر ضد شعارونه ورکول. دوی د کابل-جلال آباد لویه لار تقريباً یو ساعت د ترافیک پر مخ تړلې وه.
د افغان ولسمشر له دفتره په خبره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د دغه هيواد د امنيت شورا د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په غونډه کي پر دغي موضوع باندي بحث شوی دی.
د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې افغان ولسمشر دفاعي چارواکو ته لارښونه کړې ده چې د پاکستاني پوستو یا تاسیساتو د لیري کولو له پاره «بیړني اقدامات» وکړي.
نړیوال مرستندوی ځواک ایساف ویلي دي چې دوی د افغانستان او پاکستان پر پوله وضعیت څاري.
په کابل کي د دغه ځواک وياند جنرال ګونتر کتڅ ویلی دي: «ایساف پر پوله وضعیت څارلو ته ادامه ورکوي او موږ له افغانستان او پاکستان سره په تماس کې یو.»