1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سترې محکمې صدراعظم ته نور وخت ورکړ

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15xAH

د پاکستان سترې محکمې نن د دغه هیواد صدراعظم راجه پرویز اشرف، ته نورې درې اونۍ وخت ورکړی دئ چې د سویس چارواکو ته د ولسمشر آصف علي زرداري، د دوسیو د پرانیستلو له پاره د لیک استولو په برخه کې سلا مشوره وکړي.

د پاکستان صدراعظم نن سترې محکمې ته وربلل شوی وو. د پاکستان د سترې محکمې د پنځو قاضیانو ډلگې چې مشري ئي قاضي آصف سعید کهوسه، کوله راجه پرویز اشرف ته د سپتمبر د میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې وخت ورکړی دئ. تر دې وړاندې سترې محکمې راجه پرویز اشرف ته د اگست د میاشتې په ۲۷مه نیټه محکمې ته د حاضریدو امر کړی وو چې دا خبره روښانه کړي چې تر اوسه ئې ولی د ولسمشر پر وړاندې د دوسیو د پرانیستلو له پاره د سویس چارواکو ته لیک نه دئ استولای.

تر دې وړاندې د پاکستان پخواني صداراعظم یوسف رضا گیلاني، هم په نوموړي قضیه کې د لیک د نه لیکلو پر سر له خپلې چوکې لاس وینځلی دئ. پخواني صدراعظم پر دې ټینگار کاوه چې د ولسمشر په توگه آصف علي زرداري قانوني مصئونیت لري.