1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د خپلواکي 60 کليزه او د يوه مليشه وژل

۱۳۸۶ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

په داسي حال کې چې پاکستان د خپلواکۍ 60 کاليزه لمانځي په د ې هېواد کې پاڅون کونکو د يوه عسکر څخه سر پرېکړي دی.

https://p.dw.com/p/DKDT
د پاکستان د خپلواکۍ د 60 کليزي په وياړ خلگ سړکونو ته راوتي او خوشحالۍ کوي
د پاکستان د خپلواکۍ د 60 کليزي په وياړ خلگ سړکونو ته راوتي او خوشحالۍ کويانځور: AP
په پاکستان کې نن د سهار د لمانځه څخه وروسته د خپلواکۍ د ورځي په وياړ د توپونو په ډ زو سره د خپلې خپلواکۍ د 60 کليزي لمانځل پېل کړي.
د رويترز د خبري آژانس د خبر سره سم پاڅون کونکو د هغو 16 تنو عسکرو څخه د يوه سر پرېکړي چې تيره اونۍ يې د افغانستان سره د گډي پولي سره نژدې د ميران شاه په سيمه کې تښتولي وه.
د آژانس د خبرله مخي تښتونکو گواښ کړی کچیري دد وي ملگري بند يان خوشي نه سي د وي به نور به نور عسکر هم ووژني.
د سره جومات له پېښي څخه وروسته په پاکستان کې د حکومت په وړاندي د توند لارو ډ لو مقاومت ډ ير سوي او د د ولت په وړاند ي د جهاد اعلان کړی.
بله خواد پاکستان حکومت د توندلارو اسلامي ډ لو په وړاندي د سختو گامونو د پورته کولو ږغ کړی چې په دې لړ د رې اوني وړاندي پاکستاني امنيتي ځواکونوپه بلوچستان ايالت کې د عملياتو په ترځ کې د يوې توند لاري ډ لي قومندان مسعو وواژی.