د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر کابل ته سفر کړی
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد پاکستان د استخباراتي سازمان مشر نوید مختار، په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تر دې مخکې د پاکستان یوه پارلماني پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی وو.
د افغان ولسمشر له دفتر څخه یوې سرچینې د نوم د نه بربنډولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې سفر هدف د اسلام آباد او کابل تر منځ یو ځل بیا د اعتماد فضا رامنځ ته کول دي.
دغې سرچیني ویلي دي: «پاکستان تر اوسه پورې هیڅ داسې کوم کار نه دی کړی چې د افغانستان اعتماد ترلاسه کړي.»
سرچینې زیاته کړې ده چې افغانستان به تر دې وروسته ډیر احتیاط وکړي چې په پټو سترګو اقدامات و نه کړي: «موږ به د پاکستان هر اقدام ته د شک په سترګه ګورو.»
دغه چارواکي روښانه کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر پلان نه لري چې له افغان ولسمشر سره وګوري.
افغانستان پر پاکستان باندي تور لګوي چې د کابل مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی او له هغوی څخه په افغانستان کې د یوې نیابتي جګړې د پر مخ وړلو په موخه کار اخلي. پاکستان هم کابل تورنوي چې د اسلام آباد مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی.