1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان حکومت په عملي ډول فلج شوی»

۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعه

په پاکستان کې سیاسي کړکیچ ورځ تر بلې ترینګلی کیږي. د دې هیواد د لومړي وزیر مخالف سیاسي ګوندونه د نوازشریف لیرې کیدل غواړي، خو نوازشریف له استعفا کولو انکار کړی.

https://p.dw.com/p/2gUHI
Bosnien-Herzegowina Pakistans Premierminister Nawaz Sharif
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Emric

د پاکستان د حکومت ملاتړو ګوندونو د پنجشنبې په ورځ نوازشریف ته د دې ډاډ ورکړ چې دوی به د هغه ترشا ودریږي. دا په داسې حال کې ده چې د نوازشریف نږدې ملګرو هغه ته د استعفا نه کولو مشوره ورکړې.

په عین وخت کې مخالف سیاسي ګوندونه د نوازشریف سربیره د هغه د ورور چې د پنجاب ایالت والي دی، د ګوښه کیدو غوښتنه هم کړې. دغو ګوندونو همدا راز د تازه ټاکنو غوښتنه کړې او وايي چې نوی لومړی وزیر نه غواړي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهه عایشې صدیقې، له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله داسې نظر څرګند کړ: «هیواد له یو خورا پیچلي بحرانه د تیریدو په حال کې دی. حکومت اوس فلج شوی. سترې پریکړې نه کیږي او په راتلونکو ورځو کې به دا کړکیچ نور هم شدید شي. دا مسئله سترې محکمې ته راجع کیږي او په هیواد کې به یو ځل بیا د احتجاجونو سیاست پیل شي.»

هغه همدا راز وايي چې نوازشریف د دې هیواد پوځ خفه کړی او اوس پوځ غواړي چې هغه له مخې لیرې کړي.

بل لوري ته بیا په پاکستان کې تقاعد شوی جنرال او د چارو کارپوه امجد شعیب، د دې موضوع په هکله دویچه ویله ته وویل چې په فساد کې ښکیل کسان باید اصلاً سیاست ته داخل نه شي. اوس دا چې د هغه د فساد دوسیه ټولو ته واضح شوې، نو دا به په پوځ او د دې هیواد په عدلیه قوه باندې تور ولګوي ترڅو وکیلان بدنامه کړي. هغه همدا راز زیاتوي چې نواز شریف غواړي ځان سیاسي شهید کړي ترڅو د خلکو خواخوږي خپله کړي.