د پاکستان تر ټولو پخوانۍ سياستواله نصرت بهټو مړه سوه
۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبهنصرت بهټو په اصل كي ايرانۍ او په ۱۹۲۹ميلادي کالكي د ايران په اصفهان ښاركي په يوه دولتمنه كورنۍ كيزېږېدلې وه.
د هغېپلارله خپلي كورنۍ سره له ايران څخه د پاكستان كراچۍ ښار تهکوچېدلی و،چي وروسته يې د ۱۹۵۱ کال د سپتمبر د مياشتي پر اتمه نېټه له پاكستاني سياستوال ذوالفقار علي بهټو سره واده وكړاو څلوراولادونه يې را لوی کړل.
د دوو لوڼو او دوو زامنو مور نصرت بهټودخپل مېړه ذوالفقارعلي بهټو،چي په ۱۹۷۹كالکي دوخت د ديكتاتورضياءالحق له لوريغرغره سو،او د دووزامنو مرگونه په خپلو سترگو وليدل،او يوهلوريېصنم بهټو چي دا وخت په لندن كي ژوند كوي پاته ده، او له سياست سره هيڅ تړاو نه لري.
نصرت د خپلي لور بېنظير بهټو، چي په راولپنډۍ ښار كي د ناڅرګندو كسانو له لوري ووژل سوه، د سختي ناروغۍ اوبېهوشۍ لهامله تر پایه خبره نه سوه.
نصرت بهټوله ۱۹۷۹تر ۱۹۸۳ پوري د پاكستان د پيپلز ګوند د مشري په توګه پاته سوې، او دوه ځله ددېهيواد و قومي اسمبلۍ تهټاكل سوې. هغهپه ۱۹۸۸ او بيا په ۱۹۹۳ کال کي درايو په ګټلو سره د سندهـ ايالت له لاړكانېڅخه قومي اسمبلۍ ته ورسېده.
د پاکستاني کارپوهانو په اند د نصرت بهټو مړينه د پاکستان له پاره سخته صدمه ده.
پرويزرشيدهوايي، هغېپه دېهيواد كي د دريو امريتونو پرخلاف خپلي مبارزي ته دوام وركړ:
« د ايوب خان د امريت په خلاف د هغېمبارزه ډيره د ستايني وړ ده، د يحيیخان په امريت کي هغېخپله مبارزه ژوندۍ وساتله، او بيا د هغېلويه مبارزه د ضياءالحق په امريت كي وه،چي د دې ميړه يېهم ور پانسۍ كړ. ددېپرخلاف ډيره ټينګه ودريده، ددېمړينه د پاكستانيانو له پاره يوه سخته صدمه ده.»
ډاكټرمبشرحسن وايي،چي نصرت بهټو د پاكستان تر ټولو مظلومه ښځه وه، هغېد خاوندغرغره وزغمله، د دوو زامنو وژل يي وزغمل، د لور وژل يي وزغمل،ليكن نن هم د هغېجنازه د هغېله كوره نه سوه پورته، حسن زياته كړه: نن د هغېجنازه هغه خلګ پورته كوي،چيد بهټو له كورنۍ سره د هغو هيڅ تړاو نسته.
د نصرت بهټو لمسۍ فاطمه بهټو بيا د خپلي انا مرګ د ځان له پاره ترهر څهدروند تاوانبولي او وايي، دا دنصرت بهټو كور دى خو افسوس چي خالي دى او دا پكښينسته.
د نصرت بهټو مړى به نن له دبۍ څخه پاكستان ته په داسي حال كيانتقال سي، چي پهټول پاكستانکي د دولت له لوري د عامهرخصتياعلان سوې.
د پاكستاند حكومت له لوري د لسو ورځو او د پيپلز ګوند له لوري د نصرت بهټو د مړيني له امله په ټول هيواد كي د څلويښتو ورځو د ماتم اعلان سوى دی.
حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل