د پاکستان ايالتي وزير په چاودنه کي ووژل سو
۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبهاعلان
د پاکستان د پنجاب ايالت پوليسو ويلي چي د ايالتي وزير شجاع خانزاده د مېلمنو پر ځای په بريد کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده. ويل سوي چي د پاکستان د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزير شجاع خانزاده پخپله هم د چاودنې پر وخت حاضر ؤ او په دغه چاودنه کي وژل سوی دی.
د پوليسو د معلوماتو له مخي د چاودنې وروسته د کلي د دغه کور چت او دېوالونه راونړېدل او يو شمېر حاضرين تر لاندي سول. ويل سوي چي پخپله د کورنيو چارو وزير خانزاده هم تر رالوېدلي چت لاندي سوی دی.
د وروستي خبرونو له مخي د رانړېدلي ودانۍ څخه يو شمېر مړي را ايستل سوي او يو شمېر نور انسانان لا تر اوسه تر خرابې لاندي دي. د دغو کسانو د را ايستلو له پاره کارونه ادامه لري. ويل سوي چي د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د سختو زخمي کسانو د انتقال له پاره څرخي الوتکي لېږلي دي.
پنجاب د پاکستان تر ټولو زيات نفوس درلودونکی ايالت دی. د پاکستان اوسنی لومړی وزير نواز شريف هم د پنجاب ايالت سره تړاو لري. نوموړی څو ځله د دغه ايالت لومړی وزير پاته سوی دی.
په دغه ايالت کي د توندلارو اسلامپالو څو لويي ډلې په فعاليتونو بوختي دي. د نورو تر څنګ په دغه ايالت کي د بيلو مذهبي فرقو سره تړاو درلودونکي توندلاري هم فعاليتونو لري چي زيات وختونه د پوليسو او امنيتي چارواکو سره يې تصادم رامنځ ته کيږي.
د رسنيو د خبرونو له مخي د پاکستان د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزير ته تر مخه لا داسي خبرونه رسېدلي ول، چي بايد د ګرځېدو پر وخت د امنيتي دلاليو پر اساس د زيات احتياط څخه کار واخلي.

اعلان