1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او هند لومړي وزيران په بوتان کي سره ګوري

۱۳۸۹ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د جنوبي آسيا دسيمه ايز اقتصادي ګډکار د ټولني د غړيو هيوادونو په دوه ورځنۍ سر مشريزه غونډه کي، چي په روانه اونۍ کي په بوتان کي جوړيږي، د پاکستان او هند مشران به هم سره وګوري.

https://p.dw.com/p/N70q
د پاکستان او هندوستان لومړي وزيران يوسف رضا ګيلاني او من موهن سينګ
د پاکستان او هندوستان لومړي وزيران يوسف رضا ګيلاني او من موهن سينګانځور: AP

په دغه کتنه کي به ددواړو هيوادنو حکومتي مشران د اوبو دوېش د شخړي په هکله سره وږغيږي.

په نوي ډهلي کي د هند د لومړي وزير من موهن سنګ د دفتر يوه لوړپو ړي مامور د فرانس پريس آژانس د يوې پوښتني په ځواب کي ويلي، چي دغه خبري ددواړو هيوادونو د حکومتي مشرانو ترمنځ د اوبو پر سر د شخړي په هکله پيليږي، خو داچي ددغه خبرو نتيجه به څه وي، وروسته ددغي کتني څخه څرګنديږي.

ددواړو هيوادونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه د1984 ميلادي کال راهيسي روانه ده. دغه شخړه د دواړو هيوادونو ترمنځ پر يو ګډ سيند باندي د هنديانو له خوا د يو بند د جوړولو څخه رامنځ ته سوې ده.

د جنوبي آسيا د سيمه ايز اقتصادي ګډ کار د ټولني سر مشريزه، سږني غونډه، چي د چارشنبې په ورځ د بوتان په ښکلې پلازمېنه Thimpu کي جوړيږي، که څه هم دغونډي برخه وال ديوه سمسوراو نيک مرغه جنوبي آسيا دجوړولو په شعار سره دلته را غونډيږي، خو زيات ددې امکان سته چي دغه غونډه د هند او پاکستان د ويجاړو اړيکو تر سيوري لاندي وي.

هند د ګاونډي هيواد پاکستان سره د 2008 ميلادي کال د نومبر د مياشتي راهيسي، چي د بمبی پر ښار باندي د ترهګرۍ د يوه ګوزار په پيښه کي چي په هغه کي لږ تر لږه 166 کسه وژل سوي ول، د سولي هر ډول دوه اړخيزي خبري له پاکستان سره ځنډولي، ځکه هند وايي، چي د ممبای د ترهګري ګوزار د لښکر طيبه په نامه د ترهګري ډلي له خوا سوی، چي مرکز يي په پاکستان کي دی او دغه ډله د پاکستان د استخباراتي څانګيISI سره په پټه تړاو لري.

که څه هم د فبرورۍ په مياشت کي په امتحاني ډول سره په نوي ډهلي کي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل خو ددغه خبرو څخه کومه نتيجه لاس ته رانغله.

هند بيا هم خپله داغوښتنه په داګه کړې، چي هند به هغه وخت له پاکستان سره دوه اړخيزي روغونکي خبري په اساسي توګه پيل کړي، چي پاکستان دممبای د تروريستي ګوزار ګوماني ګرم کسان ونيسي او هغوی د عدالت منګولو ته وسپاري.

په يوه اعلاميه کي، چي د تيري جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا خپره سوې وه، ويل سوي و، چي د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني به د بوتان په پلازمېنه تيمپو کي د جنوبي اسيا د سيمه ايز اقتصادي ګډ کار د غړيو هيوادنو حکومتي او دولتي مشران سره وګوري.

خو په مشخصه توګه له دې څخه خبري ندي سوي، چي ګيلاني به دهند د لومړي وزير من موهن سنګ سره وګوري او کنه.

په نوي ډهلي کي د ستراتيژي چارو څېړونکيC.S Bhaskar وايي

ښايي د بوتان په پلازمېنه تيمپو کي د هند او پاکستان د حکومتي مشرانو د کتني څخه کومه نتيجه لاس ته رانسي، خو ددغه دو ګاونډيو هيوادونو د مشرانو خبري به په بوتان کي د south Asian Association for Regional Cooperation يا SAARC په غونډي باندي سوري واچوي.

دجنوبي آسيا دسيمه ايز اقتصادي ګډ کار ټولنه يا SAARC تاداو د 1985 ميلادي کال د ډسمبر پر 8 نېټه د بنګله ديش په پلازمېنه ډاکه کي ايښول سوی دی.خو مر کز يي د نيپال په پلازمېنه کټ منډو کي دی.

ددې ټولني غړي هيوادونه هند ، پاکستان ، بنګله ديش، نيپال، سرلانکا، بوتان او ملديا دي. د 2007 ميلادي کال د اپريل په مياشت کي افغانستان هم په نوي ډهلي کي ددغي ټولني غړيتوب ترلاسه کړ. چين، جاپان، اروپايي ټولنه، جنوبي کوريا د امريکا متحده ايالتونه او ايران دغي ټولني ته خپل استازي د کتونکي په توګه استوي.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل