د پاکستان او امریکا د پوځونو د مشرانو غونډه ځنډیدلې ده
۱۳۹۱ مهر ۷, جمعهاعلان
د پاکستان او متحده ایالاتو د پوځي مشرانو تر منځ پلان شوې غونډه ځنډول شوې ده. په پام کې وه چې دغه غونډه په روانه اونۍ کې تر سره شوی وای. د متحده ایالاتو د پوځ جگپوړي چارواکي مارتن ډیمپسي ویلي دي چې په پاکستان کې د امریکا ضد د لاریونو له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.
ډیمپسي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې پلان شوې وه چې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هیواد د پوځ د مشر جنرال اشفاق کیاني سره وویني خو دواړه مشران په پاکستان کې نا ارامیو ته په کتو سره دې ته راضي شوي دي چې دغه لیده کاته وځنډول شي.