1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا اړيکي اوس هم خړي دي

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، ویلي چي د امریکا او پاکستان د اړيکو د بیا رغولو لپاره باید د اسلامي اورپکو په وړاندي جګړي کي د دواړو هیوادونو همکارۍ په واضحه او روښانه شرطونو ولاړي وي

https://p.dw.com/p/129aO
آصف علي زرداري
آصف علي زرداريانځور: AP

ولسمشر زرداري دا خبري په اسلام آباد کي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، مارک ګروسمن، سره په یوي ناستي کي د دوشنبې په ورځ کړي.

د روان کال د مي په میاشت کي د القاعدې ډلې مشر، اسامه بن لادن، پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه د امریکایي ځانګړو پوځونو له خوا ووژل شو. تر هغي وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې ترینګلي شوي دي.

امریکا د پاکستان څخه دغه عملیات پټ ساتلي وو او پاکستان ته هله خبر ورکړل شو کله چی امریکایي څرخي الوتکې د پاکستان له خاوري څخه د عملیاتو د ترسره کولو وروسته ووتلي.

پاکستان د اسامه د وژلو عملیات د دغه هیواد پر خاوري تیری تعریف کړي وو. د دې سربیره پاکستان د بی پیلوټه الوتکو بمباریو هم ډیر په غصه کړی دی.

دي ټولو خبرو ته په کتو سره پاکستان له امریکا څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي دي د خپلو سرتیرو شمیر راټیټ کړي. او د بي پیلوټه الوتکو بمباریو ته دي د پایی ټکي کیږدي.

د دوشنبي د ورځي د خبرو وروسته د ولسشمر د دفتر له خوا په خپري شوي خبر پاڼي کي راغلي چي د تروریزم پر ضد د ګډې همکارۍ د روښانه تعریف شوو او مستندو شرایطو څخه پرته، ښایې د دې سبب شي چی دواړه هیوادونه په نا مناسبه وخت کي نا مناسبه تصمیمونه ونیسي.

د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان زور راوړي ترڅو د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کي د جنګیالیو د پټنځایونو پر ضد ځمکني پوځي عملیات تر سره کړي. ډیر څیړونکي په دي آند دي چی جنګیالي د پاکستان د استخباراتي کړیو د ځینو کسانو ملاتړ د ځانه سره لري.

د ولسمشر زرداري د دفتر له لوري په خپري شوي خبر پاڼي کي د روښانه او ګډی همکاريو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو د دي څخه مقصد یی کیداي شي د بي پیلوټه الوتکو بمبارې وي چی زیاتره وخت د پاکستان په قبایلي سیمو کي تر سره کیږي.

په نږدي وخت کی د اوباما اداري پر پاکستان د ۸۰۰ ملیونو ډالرو پوځي مرستي پارچاو کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش