1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو شمېر پاکستاني جنگيالي له «اسلامي دولت» سره يو ځای سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۲۲, دوشنبه

د پاکستاني طالبانو له خوا په يوه خپره سوې ويډيو کي ښوول کيږي، چي يو شمېر جنگيالي له «اسلامي دولت» ډلي سره د وفادارۍ ژمنه کوي، او د يوه پاکستاني عسکر په توگه د يوه کس سر پرېکوي.

https://p.dw.com/p/1EIkc
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه ويډيو کي د پاکستاني طالبانو پخوانی وياند شاهدالله شاهد له يو شمېر نورو جنگياليو سره په يوه غرنۍ سيمه کي په داسي حال کي ښوول کيږي چي پر آسانو سپاره او تور بيرغونه ئې په لاسونو کي دي.

شاهد د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له پاکستاني طالبانو څخه جلا او له ترهگري ډلي «اسلامي دولت» سره ئې د وفادارۍ ژمنه وکړه.

شاهد په دغه ويديو کي وايي: «لکه څرنگه چي تاسي پوهيږئ، ډيرو جنگیاليو وختي لا «خلافت» منلی وو او اوس ئې په ډله ييزه توگه د وفادارۍ ژمنه کوو.»

هغه دغه راز اعلان وکړ، چي د لسو ډلو قوماندانانو خپل مشر د پاکستان په اورکزو کي قوماندان حافظ سعيدخان ټاکلی دئ، او هغه به د پاکستان او افغانستان له پاره د «اسلامي دولت» ډلي مخکښ وي.

په دغه ويديو کي د يوه داسي کس سر هم پرېکيږي، چي د پاکستان د پوځ يونيفورم ئې اغوستی دئ او دوی وايي چي دا د پاکستانی عسکر دئ.

د دغي ويډيو وخت معلوم سوی نه دئ، چي څه وخت اخيستل سوې ده او تر اوسه پوري ئې د رښتينوالی تائيد هم سوی نه دئ.

د پاکستان په شمال لوېديځه سيمه کي د پاکستاني طالبانو نزدې پنځو قوماندانانو او دغه راز د افغاني طالبانو درو کوچنيو ډلو له «اسلامي دولت» ډلي سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حوال د دغو دوو هيوادونو په ځينو سیمو کي پر ديوالو باندي، چي په دې جمله کي د کابل پوهنتون هم راځي د «اسلامي دولت» په پلوی شعارونه ليکل سوي ول. د آژانس په حواله په کابل پوهنتون کي په دې تړاو څو کسان نيول سوي هم دي.

اسلامي دولت ډله په سوريه او عراق کي فعاله ده او په دغو دوو هيوادونو کي ئې ډيري سيمي هم په کنترول کي دي.

څو ورځي وړاندي د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف په يوه مرکه کي ويلي ول، چي «اسلامي دولت» ډله تلاښ کوي چي په افغانستان کي جنگيالي پيدا کړي.

کابلوف ويلي ول: «تير کال په افغانستان کي داسي نخښي نښانې وليدل سوې، چي کيدای سي په راتلونکي کي ستر گواښ وي. مطلب مي د «اسلامي دولت» ډلي فعاليت دئ.»