د پاکستاني طالبانو نوى مشر حکيم الله مسعودڅوک دی
۱۳۸۸ شهریور ۶, جمعهد صوبه سرحد د هنګو ضلع دديوبنديانو په يوه مدرسه کښى يې لږ سبق ويلى دى .
دی د طالبانوپه ليکو کښى د زولفقار په نوم مشهوره دی . ځوان حکيم الله لومړى د بيت الله مسعود توپک زن ؤ، بيا يې موټر وان سو . خو ډير ژريې د جنګي هُنرونو له کبله په خپله ډله کښى نامه وگتۍ ، او په يو وخت کښى دکلاشنکوف ، ټيوټا او پېک اَپ موټر چلولو کښى دده قصې مشهورى سوې . نوهغه ؤ چه د بيت الله مسعود لخوا ده ته د اورکزو کرمى خيبر او د پيښور سره نژدې سيمو واک ورکول سو چى په کرم ايجنسۍ کښى د شيعه ګانو پر ضد اقداماتو، په خيبر کښى ناټو ته دمالونو رسونکو تقريبأ 600 لاريو او کانتينرونو سوځولو پيښه ، د 2008 کال په پائ کښى په اورکزئ ايجنسى کښي دشريعت دقانون اعلانول اونورو کښي ،خو تر ټولو مهمه پيښه چى دى د غورځنګ سرته ورساوه، د 2007 کال د اګست په مياشت کښى د پاکستان دامنيتى ځواک د هغو 300 کسانو تښتول وه چه د جنرال مشرف حکومت يې هم انديښمن کړى ؤ .
حکيم لله په ظاهره يو ژوندى او خنده رويه انسان دی ،خو په حقيقت کښى يوقهرجن او بې رحمه قومندان بلل کيږى .
د مطبوعاتو سره د خبرو اترو شوق لرى ،د پنجاب د جهادى ډلو خصوصأ لشکر جهنګوى سره ښې اړيکى لري . د ځان مرګى بريدونو روزنکى قارى حسين نژدې خپل دى .
د رپوټونو له مخى د حکيم لله په ټاکلو کښى د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمدعمر استازي سراج الدين لوی رول بازي کړی دی .
په مطبوعاتو کښى که يوې خوا ته د حکيم لله د نوي مشر په حيث ټاکل ،دطالبانو د راتلونکي بې اتفاقۍ ،او ولى الرحمن سره ډير ژر د جګړو خبرونه دى، نو بليخوا ته دا تغير د پاکستان او سيمى دپاره يو لوی خطر بلل کيږي .
شاه جهان/
کتونکی : محمد قاسم نوري