1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود ووژل شو

۱۳۸۸ مرداد ۱۶, جمعه

د جنوبى وزيرستان د لدهى د سيمى په یو ځانګړي کلى کى د بيت الله د خسر په کور کي دا بريد دومره کرۀ وو چى نيغ په نيغه هغه ځاي نخه شوى دي چيرته چى ويل کيږی بيت الله مسعود هم په کي ؤ.

https://p.dw.com/p/J5dl
په دغه عکس کي چي د 2009 کال د اګست په 4 اخيستل شوي پاکستاني کليوالي خلک د هغه يو کور ننداره کوي چي ويل کيږي د بيت الله د پلويانو کوردي.
په دغه عکس کي چي د 2009 کال د اګست په 4 اخيستل شوي پاکستاني کليوالي خلک د هغه يو کور ننداره کوي چي ويل کيږي د بيت الله د پلويانو کوردي.انځور: AP

د پاکستاني طالبانو مشر، بيت الله مسعود د امريکا متحده ايالاتو په يوی هوايي حملي کي په جنوبي وزير ستان کي ووژل شو . دغه خبره اوس په پاکستان کي د ريدکال اسلام پالو طالبانو استازي هم کوي. هغوی په دي ډول يي د پاکستاني چارواکو معلومات چي مخکي له دي يي د رسنيو له لاري خپاره کړي ؤ، تصديق کړل. د پاکستان د کورنيو چارو د وزرات د معلوماتو له مخي د چهار شنبي په شپه د متحده ايالاتو د يو توغندی بريد سره تر څه ناڅه لسو کسانو پوري وژل شول.

مسعود پاکستان د حکومت لومړي درجه دښمن ګڼل کيده او امريکا متحده ايالاتو هغه له القاعدي سره په تړاو تورن کړي ؤ.

بيت الله مسعود د 2008 کال د مي په مياشت کي له خبريالانو سره غږيږي
بيت الله مسعود د 2008 کال د مي په مياشت کي له خبريالانو سره غږيږيانځور: picture-alliance/ dpa

د جنوبى وزيرستان د لدهى د سيمى په یو ځانګړي کلى کى د بيت الله د خسر په کور کي دا بريد دومره کرۀ وو چى نيغ په نيغه هغه ځاي نخه شوى دي چيرته چى ويل کيږی بيت الله مسعود هم په کي ؤ.

بيت الله 39 کلن وو چى ځينى سر چينى يي لږ څه کم ګڼى، د صوبه سرحد د بنون ضلع لنډ‌ى ډهوک کښى زيږدلى ؤ او په قام مسعود دﺉ، د پلار نوم يي محمد هارون ، چى د بنون په يو کوچني جومات کښى امام ؤ.

بيت الله خو نه په ښونځى کښى سبق ويلى وو او نه د مدرسى درس سر ته رسولى ؤ.

ويل کيږي چي د افغانستان د طالبا نو او خصوصا جلا الدين حقانى سره يي نژدي اړيکى در لودى. په کال 2004 کي د پاکستاني طالبانو د مشر نيک محمد له وژلو څخه وروسته خلکو بيت الله وپيژند او په 2006کي د جنوبى وزيرستان د طالبانو «امير»مقرر شو . د وينى د فشار او د شکر په ناروغي اخته بيت الله د 2006 کال د دسمبر په مياشت کى د ټول پاکستان تحريک طالبان پاکستان لومړني مشر وګرځيد.

امريکا متحده ايالاتو د بيت الله مسعود چي په پاکستان کي د القاعدي د متحدينو په توګه ګڼل کيږي پر سر 5 مليونه ډالر انعام ايښي ؤ.

په جنوبي وزيرستان کي د مسعود تر کنترول لاندي په سيمه باندي وخت په وخت په تيرو مياشتو کي د متحده ايالاتو توغندي بريدونه شوي دي او پاکستاني پوځ هم د هغه په هډي باندي د هوا او ځمکي څخه بمباري کړي دي. درويتر د خبري آژانس د رپوټ له مخي د مسعود د قوم د سيمي په«ماکين» نومي غرني ټاټوبي کي په نوموړي لوړي او مضبوطي کلا باندي دغه توغندي د سيمي په وخت د چهارشنبي په شپه يوه بجه ولګيد.

د امريکايي بي پيلوته الوتکو د بريدونو هدف معمولا هغه سيمي ته ځير دي چي د وزيرو د قوم د طالبانو مشرانو نيولي دي، دغه سيمي د افغانستان د پولي په اوږدو کي پرتي دي
د امريکايي بي پيلوته الوتکو د بريدونو هدف معمولا هغه سيمي ته ځير دي چي د وزيرو د قوم د طالبانو مشرانو نيولي دي، دغه سيمي د افغانستان د پولي په اوږدو کي پرتي ديانځور: picture-alliance/ dpa

ويل کيږي چي د حملي په وخت کي دي د خپل خسر، اکرام الدين، په کور کي ؤ. د هغه لور د بيت الله مسعود دوهمه ميرمن وه، چی ویل شوی دی هغه وژل شوی ده.

د هغه اورپکي د پاکستان په دننه کي او په افغانستان کي د لويديځو ځواکونو پر ضد د يو شمير ځانمرګي بريدونو لپاره ګرم ګڼل کيږي. همدا راز په هغه باندي تور لګول شوي چي د 2007 کال د دسمبر په مياشت کي د پاکستاني د پيپل د ګوند د پخواني مشري او پخواني لومړي وزيري، بي نظير بهټو په وژلو کي يي لاس درلود، هغه يو تور چي مسعود تري انکار کاوه.

د فرانس پرس له خبري آژانس سره د مارچ د مياشتي په يوه مرکه کي بيت الله مسعود ګواښ وکړ چي د بي پيلوته الوتکو د بريدونو په بدل کي به د متحده ايالاتو په پلازمينه باندي حمله وکړي او ادعا يي کړي وه چي هغه دومره « جنګيالي» روزلي دي چي په ګاونډي هيواد افغانستان کي به په امريکايي او ناتو ځواکونو باندی خپلي حملي تندي کړي.

مسعود له يو نا معلوم ځاي څخه د تيلفون له لاري فرانس پرس ته ويلي ؤ: « ډير ژر به مونږ له امريکا څخه غچ واخلو، نه په افغانستان کي بلکه په واشنګتن کي، چي ټوله نړي به ورته حيرانه پاتي شي»..

په هغه باندي تور لګول شوي چي د 2007 کال د دسمبر په مياشت کي د پاکستاني د پيپل د ګوند د پخواني مشري او پخواني لومړي وزيري، بي نظير بهټو په وژلو کي يي لاس درلود
په هغه باندي تور لګول شوي چي د 2007 کال د دسمبر په مياشت کي د پاکستاني د پيپل د ګوند د پخواني مشري او پخواني لومړي وزيري، بي نظير بهټو په وژلو کي يي لاس درلودانځور: AP

هغه وويل: « دوي به نور څه وکړي، هغه زيات څه چي دوي کولاي شي، ما به شهيد کړي.»

د امريکايي بي پيلوته الوتکو د بريدونو هدف معمولا هغه سيمي ته ځير دي چي د وزيرو د قوم د طالبانو مشرانو نيولي دي، دغه سيمي د افغانستان د پولي په اوږدو کي پرتي دي او د دغه قوم ډيري طالبان د افغانستان په بغاوت کي لاس لري.

خو د مسعود پر ضد د متحده ايالاتو حملي وروسته له هغي زياتي شوي چي د پاکستان حکومت د جون په مياشت کي د سترو عملياتو امر ورکړ

پوځ د مسعود سيمي ته ټولي لاري بندي کړي او د سيمي ډيري اوسيدونکي وتښتيدل، خو د ورځو او وخت په تيريدو سره شک پيدا شوي چي آيا پاکستاني پوځ به په سيمه کي په بشپړ تصفيه کونکو عملياتو لاس پوري کړي که نه.

کارپوهان باور لري چي د پاکستان پوځ تر هغه پوري چه په سوات کي د طالبانو ضد عملياتو څخه په بشپړه توګه خلاص شوي نه وي، ښايي په جنوبي وزيرستان کي د يوي بلي جبهي پرانيستلو ته زړه ښه نه کړي.

شاه جهان/فرانس پرس/رويتر

کتونکي: عبدالباری حکيم