1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني جيټ الوتکو برید ۱۵ شکمن یاغیان وژلي دي

اسوشیتد پرېس/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه

پاکستاني هوایي جیټ الوتکو د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د طالبانو پر پټنځاینو باندې بمباري کړی ده. پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BCHt
انځور: picture-alliance/dpa

د اسوشیتد پرېس خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ شلمه) د پاکستان د پوځ د یوه چارواکي او دوو استخباراتي کارکوونکو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي دي، چې داسې باور کیږي چې په دغه هوایي برید کې ۱۵ شکمن یاغیان وژل شوي وي.

دغو پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم د نه افشا کولو په شرط له نوموړي خبري آژانس سره خبرې اترې کړي دي. دغه بمباري د شمالي وزیرستان په میرعلي نومې سیمه کې تر سره شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان په شمال لویدیځ کې وینې بهیدنې د ختمولو له پاره د پوځي عملیاتو پر ځای د سولې خبرو اترو ته ترجیح ورکړې وه. خو کله چې د سولې د خبرو اترو له پاره د حکومت له لورې د جوړې شوې کمیټۍ استازو د طالبانو له لوري د نومول شوې کمیټۍ سره لیده کاته وکړه نو په دې برخه کې ډیر محدود پرمختگ وشو.

خو له لومړي سره دغه مذاکرات چې د سولې د پروسې په اوږدو کې د یاغیانو بریدونو ادامه لرله، له ستونزو سره مخامخ وو. تیره اوونۍ د پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ کې د پولیسو په موټر یو بمي برید تر سره شو چې پکښې ۱۲ تنه پولیس ووژل شول، پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست. د هغې په تعقیب طالبانو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپلو غړو د وژل کیدو د غچ اخیستنې له پاره یې د سرحدي ملیشو ۲۳ برمته شوي سرتیري وژلي دي. د سه شنبې په ورځ د حکومت له لوري ټاکل شوې کمیټې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته ویلي وو، تر هغه چې طالبانو له زور زیاتیو څخه لاس نه وي اخیستی، نه شي کولای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

خو پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوی یوازې په هغه صورت کې د یوه اوربند په رامنځ کیدو باندې موافقه کولای شي چې د حکومت له لوري ټاکل شوې کمیټه دوی ته دا ډاډ ورکړي چې نور به د دوی غړي نه وژل کیږي.

د میرعلي سیمه له افغانستان سره نزدې گډه پوله لري او د وسلوالو یاغیانو د فعالیت پوخ سنگر گڼل کیږي. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دغه هوایي بمباریو کې د یاغیانو د وسلو یو ډيپو هم له منځه تللی دی.