1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاسپورتونو کمښت ستونزې رامنځ ته کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبه

په کابل کې د پاسپورت د ریاست مخکې هر سهار د سوونو کسانو اوږده لیکه جوړه شوې وي. هغوی له دولتي رسمیاتو څخه څو ساعته مخکې دغه ریاست ته راځي چې د پاسپورت د اخیستلو له پاره نوبت ونیسي.

https://p.dw.com/p/145oN
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia

کابل ته آن له ولایتونو څخه یو شمیر کسان د پاسپورتونو د اخیستلو له پاره راځي خو زیات وخت هغوی ته د پاسپورت د کتابچو د کمښت له کبله پاسپورتونه نه ورکول کیږي او هغوی په دغه ولایت کې په اونیو اونیو انتظار باسي.

د پاسپورت یو شمیر متقاضیان وایي چې په تور بازار کې د یوه پاسپورت بیه تر ۴۰۰۰۰ افغانیو پورې ‎لوړه شوې ده. یو شمیر کسان خو د پاسپورت د اخیستلو په بهیر کې د اداري فساد له شتون څخه سر ټکوي.

د پاسپور یو تن متقاضي آلمان غږ ته وویل: «زه له هرات څخه راغلی یم. پاسپورت نه لرم. په ایران کې مې کار کاوه. هلته پولیسو ونیولم او پاسپورت ئې را څخه واخیست. اوس څو اونۍ کیږي چې پاسپورت ته په انتظار یم او نه پوهیږم چې ولي نه را کول کیږي.»

د پاسپورت د ریاست چارواکي وایي چې ځينې وخت د پاسپورت اخیستنې په پروسه کې د ځنډ يو لامل د هيواد په کچه د پاسپورتونو کمښت وي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، وايي چې اوس د شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زرو پاسپورتونو پر چاپولو کار روان دئ. هغه زیاتوي چې تیره اونۍ شاوخوا ۴۰۰ زره پاسپورتونه افغانستان ته راوړل شوي دي.

د صدیقي په خبره اوس د پاسپورتونو په ویشلو کې هیڅ ډول ستونزې شتون نه لري. صدیقي وایي: «اوس کومه خاصه اندیښنه نه لرو. د پاسپورتونو د ویش لړۍ روانه ده او هیله لرو چې د نورو پاسپورتونو په رارسیدو سره د خلکو ستونزې په بشپړه توگه له منځه ولاړې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاسپورت د ریاست مراجعین له هغوی سره د دغه ریاست د مراجعینو له خراب چلند څخه شکایت کوي خو چارواکي بیا دغه ادعا په کلکه ردوي.

په وروستیو کې د هغو افغانانو شمیره چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ځي لوړه شوې ده. رپوتونه ښيي چې ډيری ځوانان په خطرناکو لارو د خپل سر په بیه هڅه کوي چې اروپایي او امریکایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش