د پاسداران انقلاب پر مشرانو بنديزونه لګول سوي
۱۳۹۰ تیر ۴, شنبهدا لومړۍ ځل دی چې اروپايي ټولنه د سوریې په وجه د ایران په سپاه پاسداران د بندیز سره په لومړي ځل د ایران د وګړو په ضد بندیزونه لګوي. د اروپايي ټولنې تر څنګ د امریکې متحده ایالتونه هم ایران تورنه وي چې د احتجاج د غورځنګ په ټکولو کې د سوریې د ژریم سره مرسته کوي.
په سوریا کې د مظاهرو د غورځنګ سره د کلک چلند په تړاو اروپايي ټولنې په لومړي ځل د ایران د امینتي ځواکونو د استازو په ضد بندیزونه لګولې دي. اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ وویل چې د ایران د سپاه پاسداران د هغو مشرانو په ضد دا بندیزونه لګول شوي دي، کومو چې د سوریې د حکومت سره د اپوزیسیون په ټکولو کې مرسته کړې. اروپايي ټولنه په نظر کې لري چې د ملګرو ملتونو څخه په سوریا کې د زور زیاتي د غندنې غوښتنه وکړي.
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په ترڅ کې د توضیحاتو په مسوده کې وویل شوي دي چې په سوریا کې حیرانونکی او داسې زور زیاتې دوام لري چې په هیڅ ډول د منولو وړ نه دی. د اروپا د دولتونو او حکومتونو مشران د ملګرو ملتونو د امنیت د شوری څخه غوښتنه کوي چې د مظاهرو د غورځنګ سره دې د سوریا د حکومت چلند وغندي. د اروپایانو دا ډول هڅې تر اوسه د ویټو ځواکونو لخوا رد شوي دي.
د اروپايي ټولنې په رسمي پاڼه کې ویل شوي دي چې د ایران د سپه پاسدارانو د ځواکونو په عمومي مشر محمد علي حعفري باندې د سفر بندیز لګول شوې او بانکي حسابونه یې هم تړل شوي دي. جعفري او همدا ډول دوه نورو قوماندانانو سوریې ته د احتجاج د غورځنګ د ټکولو لپاره د تجهیزاتو په چمتو کولو کې برخه درلوده. همدا ډول د سپه پاسدارانو تورن جنرال قاسم سلیماني او ددې ځواکونو او استخباراتو د برخې حسین طیب د دې بندیزونو اغیزمن دي.
د بانکي حسابونو او د سفر د بندیزونو سره څلور سوریایان هم مخ دي چې په هغوي کې د ولس مشر بشار الاسد دوه د کاکا ځامن هم شامل دي. د دې سربیره اروپايي ټولنې د هغو څلورو شرکتونو په ضد هم بندیزونه ولګول چې د اسد د کورنۍ سره د مالي مرستو تورونه پرې لګول شوي دي.
د ولس مشر بشارلاسد او شلو نزدې کسانو په ضد یې اروپايي ټولنې لا د می په میاشت کې د سفر بندیز لګولې وو او شتمنې یې کنګل کړای شوې وې.
خو دا لومړۍ ځل دی چې اروپايي ټولنه د سوریې په وجه د ایران په سپاه پاسداران د بندیز سره په لومړي ځل د ایران د وګړو په ضد بندیزونه لګوي. د اروپايي ټولنې تر څنګ د امریکې متحده ایالتونه هم ایران تورنه وي چې د احتجاج د غورځنګ په ټکولو کې د سوریې د ژریم سره مرسته کوي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیډو ویسټرویله د اروپايي ټولنې د بندیزونو د پراخولو هرکلې وکړ او ویویل چې اروپا د سوریا په خونړي ښکیلاک پټ خوله نه پاتې کیږي بلکې په اقداماتو لاس پورې کوي.
آژانسونه/ برېښناصابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی