1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاریس د پيښو په تړاو ۳ شکمن کسان نیول شوي دي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

تر اوسه پورې ۳ داسې کسان په بلجیم کې نیول شوي دي چې پرې شک کیږي د پاريس په ترهگريز برید کې یې لاس درلود. د یو تن بریدگر هوئیت هم معلوم شوی دی. هغه اسماعیل عمر مصطفی نومیده چې تر ۲۰۱۲ کال پوري یې پاريس ته نږدې ژوند کاوه.

https://p.dw.com/p/1H61z
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

د فرانسې د پارلمان یوه استازي CNN تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې د پاریس د بریدگرو یو تن نوم پيژندل شوی دی. دغه کس چې د باتاکلان د کنسرت سالون مخې ته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی ؤ اسماعیل عمر مصطفی نومیده او تر ۲۰۱۲ کال پورې د پاريس په ۹۰ کیلومترۍ کې د شارتر په ښار کې یې ژوند کاوه.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د فرانسي پولیسو تیره شپه (د نومبر میاشتې۲۴) د عمر مصطفی پلار او ورور نیولي دي. د دغو دواړو کسانو کورونه هم پلټل شوې دي. د تورن کس ۲۹ کلن ورور د پاريس په سويل او پلار یې د پاريس په ختیځ ۱۰۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي.

د فرانسې د پولیسو په حواله، عمر مصطفی د گوتې چاپ له مخې پيژندل شوی دی. نوموړی په وار وار سره په تندلاریتوب تورن شوی وو، خو هیڅکله هم له افراطي ډلو سره د اړیکو درلودلو په تور نه وو نیول شوې.

د بلجیم پولیسو هم د پاريس د پيښې په تړاو تر اوسه پورې درې شکمن کسان نیولي دي. یو له دغو کسانو څخه فرانسوی دی. د آلمان خبري آژانس د بلجیم د لومړي وزیر په حواله ویلي دي چې یو د دغو کسانو د جمعې په شپه (د برید پر مهال) په پاریس کې وو.

سوريايي پاسپورټ موندل شوی

د (فولکس واگن پولو ماډ‌ل) یو تور رنگه موټر چې ویل کیږي بریدګر پکښې سپاره ول، د برید پر مهال د پيښې ځای ته نږدې په یو سړک کې ولاړ وو. دغه موټر د فرانسي د پولیسو پام بلجیم ته واړاوه. د پاریس څارنوالۍ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ویلي دي چې ترهگرو په دریو جلا ډلو یا ټیمونو کې خپل عملیات ترسره کړي دي.

یو وژل شوي بریدگر ته نږدې یو سوریایې پاسپورت هم موندل شوی دی. د یونان د چارواکو په خبره دغه پاسپورت د یونان په لروس ټاپو کې ثبت شوی دی. په دې اساس نو د دغه پاسپورت درلودونکی د اکتوبر میاشتې په ۳ نیټه د یونان له لارې اروپا ته داخل شوی دی. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه پاسپورت به د بریدگر شخص پورې اړه ولري او که نه؟ احتمال لري چې دغه پاسپورت غلا شوې وي او یا هم د امنیتي ارگانونو د پام اړولو له پاره له ترهگر سره وو.

د فرانسې لومړي وزیر مانوئل والس، تر دغو بریدونو وروسته د فرانسې یو تلویزوني شبکې ته وویل چې هیواد یې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې سره د جگړې په حال کې دی. هغه همدارنگه په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «مونږ به فوق العاده گامونه پورته کړو، څو په دې جگړه کې بریالي شو.» د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د پاریس بریدونه له فرانسې سره د جگړې اعلان بللی دی.