1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس قاتل وژل سوی دئ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

د پاريس څارنوال تائيد کړې ده چي په پاريس کي د بريدونو طراح او مشر عبدالحميد اباعود، د پوليسو په عملياتو کي وژل سوی دئ. په پاريس کي د نوامبر مياشتي پر ۱۳ نېټه په ترهگرو يرغلونو کي ۱۲۹ انسانان ووژل سول او ۳۵۰ ټپيان سول.

https://p.dw.com/p/1H8iY
Abdelhamid Abaaoud IS Islamischer Videostill
انځور: picture-alliance/dpa

د پاريس څارنوال د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي عبدالحميد اباعود په هغو وژل سوو کسانو کي دی چي تيره ورځ چهارشنبه (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۷مه) د پاريس په شمال سن دنی سيمه کي د عملياتو پر مهال وژل سوي دي.

په اعلاميه کي راغلي دي: «رسماً تشخيص سوې ده چي عبدالحميد اباعود، په دغو عملياتو کي وژل سوی دئ.» دغه ۲۸ کلن بلجيمی وو او چارواکي په دې باور ول چي په پاريس کي د يرغلونو پلان هغه جوړ کړی وو.

تر دې دمخه د امریکا نامتو ورځپاڼي د اروپا د دوو سترو استخباراتي شبکو د کارکوونکو په حواله ليکلي ول چي د پاريس د تروريستان مشر عبدالحميد اباعود، وژل سوی دئ. واشنگټن پوست ورځپاڼي نور جزئيات نه ول ورکړي.

د پاريس څارنوال تر دې دمخه ويلي ول چي د چهارشنبې په روځ د پاريس په شمال سن دني سيمه کي د ترهگرۍ ضد عملیاتو کي اباعود نيول سوی نه دئ. دغه راز بل شکمن تروريست عبدالسلام صلاح، چي د پاريس تر بريدونو وروسته په تېښته دئ هم په نيول سوو کسانو کي نه سته.

د پاريس په شمال کي د چهارشنبې په ورځ سهار وختي پر دوو اپارتمانونو باندي د فرانسې ځانگړي ځواک يرغل وکړ. دغه عمليات چي څو ساعته ئې دوام وکړ، دوه کسان پکښې ووژل سول چي يوه ئې ښځه وه. د راپورونو له مخي ښځي ځان الوزولی دئ. د وژل سوو کسانو هويت تر اوسه لا روښانه سوی نه دئ. په دغو عملياتو کي ۷ شکمن کسان نيول سوي هم دي.

د فرانسې پوليسو د تليفوني مکالمو د اورېدلو پر مهال کشف کړې وه چي عبدالحميد اباعود د سن دني سيمي په يوه اپارتمان کي دئ. دغه ۲۸ کلن تروريست چي په سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په پلوي جنگېدلی دئ، تر دې دمخه ئې د بروکسل په مولنبيک سيمه کي ژوند کاوه. په بروکسل کي دغه سیمه د افراطيانو مرکز گڼل کيږي.

په پاريس کي د تروريستي يرغلونو په ترڅ کي ۱۲۹ انسانان ووژل سول او تر ۳۵۰ زيات ټپيان سول. د بريدونو مسئوليت افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر غاړه اخيستی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب