1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس غوڼده د 20 ملياردو ډالرو د ژمني سره پای ته ورسېده

۱۳۸۷ خرداد ۲۴, جمعه

کرزي د يوه پنځه کلن پرمختيايي پلان لپاره د 50 ملياردو ډالرو د مرستي غوښتنه کړې وه

https://p.dw.com/p/EJEM
اولسمشر حامد کرزی او د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزي د پاريس په نړيواله غونډه کي
اولسمشر حامد کرزی او د فرانسې جمهوررييس نيکولاس سرکوزي د پاريس په نړيواله غونډه کيانځور: AP

په پاریس کي د افغانستان سره د نورو مرستوغونډه د 20 ملياردو ډالرو د ژمنو سره پای ته ورسېده. د دغو ژمنو ډيره برخه د امريکا د متحده ايالاتو له خوا سوې ده. آلمان غواړی چي په دوو راتلونکو کلونو کي650 مليونه ډالره د افغانستان سره د مرستي لپاره چمتو کړي. خو په عيني وخت کي واشنګټن او برلين دواړه د افغانستان له حکومت څخه د بډي او اختلاس په وړاندي د لا زياتي مبارزې غوښتنه کړې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د قانون په پلي کولو باندي تاکيد کړی تر څو د دغو مرستو اغېزه ښکاره سي. په افغانستان کي د ثبات د ټينګولو لپاره په راتلونکي کي هم لا زياتي مرستي په کار دي. د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي:

«زه په دې نظر نه يم چي موږ په افغانستان کي پخپلو هڅو کي یوازي اوتوماتيک شان يا خودکاره ماشين په کار واچو او د افغانستان راتلونکي انکشافات پخپله هغه هيواد ته پرېږدو زه کاملا بل نظر لرم.»

د غونډي په پيل کي د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي د طالبانو له نسکوريدو راپدېخوا چي6 کاله يي تيريږي يو مثبت بيلانس وړاندي کړی. په هغه وخت کي يو مليون ماشومان لا ښوونځيو ته نه تلل، اوس د هغوی شمېر 6 مليونو ته رسېږي، چي د هغوی يو پر دريمه برخه نجوني دي. خو بيا هم په افغانستان کي وضعيت چندان ښه نه دی. په سلو کی 80 افغانان برېښنا نلري. کرزي پر خپل ځان باندي هم نيوکه وکړه او د مخدره تو کو د مخ پر ډيرېدونکي قاچاق پر ضد د اقداماتو ژمنه ورکړه. د افغانستان جمهور رييس د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يو پرمختيايي پلان وړاندي کړی چي د هغه لپاره يي د 50 ملياردو ډالرو غوښتنه کړې وه. خو د مرستندويو هيوادونو مرستي له هغه نه ډيري لږ وې. په آينده کي بايد افغانان پخپله ډير مسؤليت په غاړه واخلي. د فرانسې جمهور رييس نيکولاس سرکوزي ښاغلي کرزي ته ژمنه ورکړه چي فرانسه به د اوږد مهال لپاره په افغانستان کي خپلو هڅو ته دوام ورکړي او موږ بايد د تروريستانو څخه بيره ونلرو بلکي تر هغه وخته پاته سو چي مبارزه مو ګټلې وي.