1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس د بريدونو په تور ۳ کسان په آلمان کي نيول سوي

۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني پوليسو ويلي دي چي په پاريس کي د تروريستي يرغلونو په تړاو ئې د دغه هيواد د آخن ښار په السدورف سیمه کي درې کسان نيولي دي. بله خوا بيا د بلجيم څارنوالۍ د پاريس له شکمن سره د ملگرتوب په تور د دوو تنو نومونه خپاره کړي

https://p.dw.com/p/1H7AM
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د آخن ښار د پوليسو وياند ويلي دي: «موږ داسي معلومات تر لاسه کړي چي د پاريس د پيښو په تړاو کېدای سي يو تښتېدلی زموږ په سيمه کي و اوسېږي.»

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د ځانگړي کومندويي ځواک په عملياتو کي درې کسان نيول سوي دي. د عملياتو د څرنگوالي په اړه ئې څه نه دي ويل سوي.

د نيول سوو کسانو هويت روښانه سوی نه دئ او پوښتني گروېږني رواني دي. د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي، نيول سوي کسان دوې ښځي او يو نارينه دئ. د آلمان آخن ښار د بلجيم او هالند سرحد ته نژدې پروت دئ.

په ټوله اروپا کي په هغه شکمن کس پسې لټون روان دئ، چي عبدالسلام صلاح نوميږي او ويل کيږي چي ورور ئې د پاريس په کنسرت سالون کي ځانمرگی بريد کړی دئ.

په دغه سالون کي د جمعې په ورځ ماښام شاوخوا ۹۰ انسانان ووژل سول.

صلاح وروستی وار د فرانسې په شمالي سرحد کي په يوه موټر کي ليدل سوی وو چي دوه کسان نور هم ورسره ناست ول. د آژانسونو د راپورونو له مخي هغه د پوليسو له تلاښۍ هم تېر سوی دئ.

بلجيم له صلاح سره د مل کسانو نومونه خپاره کړل

د بلجيم خبري آژنس د دغه هيواد د لوی څارنوال په حواله لیکلي دي چي هغه دوه کسان چي په پاريس کي د يرغلگرو يوه تښتېدلي سره ملگري دي يوه ئې ۲۷ کلن محمد امری او به ۲۱ کلن حمزه اتوح دئ. دغه دواړه د بروکسل د مولن بک سيمي اوسېدونکي دي. په بلجيم کي دغه مسلمان مېشته سيمه د افراطي مسلمانانو عمومي اډه گڼل کيږي.

دغه دوه نارينه چي د شنبې په ورځ سهار له عبدالسلام صلاح سره بيرته بروکسل ته راگرځېدلي ول د لنډ وخت له پاره نیول سوي ول، خو د دوشنبې په ورځ ئې بيرته د نيولو لارښوونه سوې وه. پنځه نور کسان چي د شنبې په ورځ په بروکسل کي د عملياتو پر مهال نيول سوي ول بيرته آزاد سوي دي.

د محمد امري وکيل ويلي دي چي عبدالسلام صلاح د جمعې په ورځ ماښام د هغه موکل ته تليفون کړی وو او له هغه څخه ئې غوښتي ول چي له پاريس څخه ئې بروکسل ته ورسوي، هغه وو چي محمد امری له حمزه اتوح سره له بروکسل څخه پاريس ته تللي او بيرته له عبدالسلام صالح سره راگرځېدلي دي.

د هغوی موټر د تگ او راتگ پرمهال د فرانسې په شمال کي د پوليسو له خوا تلاښي سوی وو. د محمد امري وکيل ويلي دي چي د بيرته راتگ پرمهال په پاريس کي د يرغلونو په اړه هيڅ خبري نه دي سوي او هغوی عبدالسلام صلاح په بروکسل کي کښته کړی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل