1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس بريد کوونکي په آلمان کي د مهاجرت ژوند کاوه

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

د پنجشنبې په ورځ يو کس د قصابانو د ساتول په مرسته په پاريس کي پر پوليسو بريد کړی ؤ. دغه کس چي د پوليسو له خوا ووژل سو، د آلمان اوسېدونکی ؤ.

https://p.dw.com/p/1Harz
انځور: Reuters/C. Platiau

د آلمان د نارډغاين وېسټفالن جنايت ضد امنيتي ادارې «بُنډس کريمينال امټ» د ريکلينګهاوزن په ښار کي د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۹مه نېټه) د پاريس د بريدګر کور تلاښي کړ. دا د هغه وروسته چي فرانسوي امنيتي چارواکو د آلمان ته په دې تړاو معلومات ورکړل. د جنايت ضد دغې ادارې له خوا د شنبې په ماښام د دې پخلی وسو چي د پاريس د بريدګر کور يې تلاښ کړی دی. دغو چارواکو وويل چي غه کس پناه غوښتونکی ؤ.

د آلمان اړونده امنيتي ادارې ويلي دي چي د تلاښي پر وخت يې د بريدګر په کور کي داسي شواهد پيدا نه کړل چي پر دې دي دلالت وکړي چي دغه کس نور بريدونه هم پلان کړي ول. يادي ادارې ويلي دي چي د دغې دوسيې د پلټلو له پاره يې ځانګړی کميسيون جوړ کړی دی. ويل سوي چي دغه کميسيون به د فرانسوي او آلماني چارواکو تر منځ د معلوماتو د تبادلې دنده په غاړه ولري. خو دغه ايالتي امنيتي ادارې نور جزيات نه دي په ډاګه کړي او په وينا يې د نورو معلوماتو خپرېدل «په فرانسه کي روانو تحقيقاتو ته زيان رسولای سي.»

دغه بريدګر د پنجشنبې په ورځ په پاريس کي د پوليسو پر قومندانۍ د قصابانو د ساتول په مرسته د «الله اکبر» په نعرو وهلو سره بريد کړی ؤ. د بريد پر وخت دغه کس د ځانمرګو بريدګرو ځانګړی قمر بند هم اغوستی ؤ. د دغه کس سره يو ليک هم وموندل سو چي هغه پکښي د سوريې او عراق داعش ډلې مشر البغدادي ته خپله وفاداري ښودلې وه. دغه کس د بريد پر وخت د پوليسو له خوا ووژل سو. وروسته څرګنده سوه چي هغه قمر بند چي دغه کس اغوستی ؤ جعلي ؤ.

بريدګر د خپلو خپلوانو له خوا پېژندل سوی دی

د پاريس څارنوالۍ اوس د دغي پيښي په تړاو پلټني پېل کړي دي. فرانسوي پلټونکو ويلي دي چي وژل سوی کس د خپلو خپلوانو له خوا پېژندل سوی دی. ويل سوي چي دغه کس طارق بلجاسيم نومېدی او د تونس د هيواد سره يې تړاو درلود. د چارواکو په وينا هغه ليک چي دغه بريدګر د ځان سره درلود او د دغه بريد پړه يې پکښي منلې وه، هغه هم د طارق بلجاسيم په نوم لاسليک سوی ؤ.

د جمعې په ورځ دا خبره معلومه سوه چي د دغه کس پلونه تر آلمان پوري رسيږي. د فرانسوي پوليسو په وينا د دغه سړي سره داسي موبايل ؤ چي پکښي د آلمان د موبايل تليفونونو کارت نصب ؤ. د آلمانۍ ورځپاڼي «وېلټ او زونټاګ» د هغه راپور له مخي چي د معلوماتو منبع پکښي امنيتي چارواکي ياد سوي دي، راغلي ول چي دغه کس د وليد صالحي په نوم په آلمان کي د پناهندګۍ غوښتنه کړې وه. دغه کس په بشپړه توګه په آلمان کي په څلورو بيلو نومونو ځان ثبت کړی ؤ. دغه کس کله ځان د سوريې، کله د مراکش او کله د ګورجستان ښودلی ؤ.

«زموږ زوی بې ګناه وژل سوی دی»

د راپورونو له مخي دغه کس په آلمان کي د پوليسو له خوا پېژندل سوی ؤ. په دې ترڅ کي ويل سي چي نوموړي کس د سپتمبر په مياشت کي د آلمان د رېکلينګهاوزن په ښار کي د پناه غوښتونکو په کمپ کي د «اسلامي دولت» يا داعش نښان رسم کړی ؤ. د نارډغاين وېسټفالن ايالت د جنايي ادارې وياندي ونه غوښتل چي د دغه راپور پخلی وکړي.

د تونس هيواد سره تړاو درلودونکي يوې جوړې د شنبې په ورځ ځانونه د طارق نومي دغه کس مور او پلار معرفي کړي دي. هغوی د دې پخلی کړی دی چي زوی يې په آلمان کي اوسېدی. د طارق مور د تونس و يوې راډيو ته ويلي دي چي زوی يې ورڅخه هيله کړې وه چي دا يې تذکره ور ورلېږي. د هغې په وينا نوموړی د خپل پاسپوټ له پاره په پاريس کي پوليسو ته ورغلی ؤ. دغې مېرمني فرانسوي چارواکي په دې تورن کړي چي د هغې زوی يې بې ګناه وژلی دی. د دغه ځوان پلار پر دې ټينګار کړی چي زوی يې د هيڅ توندلاري سازمان سره تړاو نه درلود.