1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاراګواي ولسمشر د برطرفه کېدو له خطر سره مخامخ دئ

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه
https://p.dw.com/p/15JeN

په پاراګواي کې د پولیسو او د مځکو د خاوندانو تر منځ په نښتو کې د ۱۷ تنو وژل کېدو، په هیواد کې سیاسي بحران رامنځته کړی دس. د دغه هیواد سنا غواړي چې د جمعې په ورځ د پارلمان د وکیلانو هغه وړاندیز چې ولسمشر فرناندو لوګو دي استعفا ورکړي، تر څېړني لاندی نیسي. پارلمان پر جمهور رئیس لوګو باندې تور لګوي چې د دغو انسانانو د وژلو مسئولیت ورپه غاړه دئ. خو پخپله کیڼ اړخه جمهور رئیس د ځان په هکله دغه توروونه ردوي او د هغه مسئولیت پر خپلو هغو مخالفینو وراچوي چې غواړي په پاراګوای کې د دموکراسي د پلي کولو د پروسې مخنیوی وکړي.