1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټولپوښتنې پر اساس اوباما او میت رامني په مساوي توگه پر مخ روان دي

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16cZV

په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوه ورځې تر مخه داسې اټکل کیږي چې اوسنې ولسمشر بارک اوباما او د هغه سیال میت رامني، په مساوي توگه پر مخ روان دي. د رویټرز او ایپسوس (Ipsos) له خوا د تر سره شوې نظر پوښتنې له مخې ۴۷ سلنه خلک د اوباما په حق کې او نور ۴۶ سلنه غواړي چې میت رامنې ته خپلې رایې ورکړي.

د اوهایو، فلوریدا، ویرجینیا او کولرادو ایالتونه چې په انتخاباتو کې ټاکونکی نقش لري په کې دواړه کاندیدان کابو مساوي چانس لري. په وروستیو وختونو کې اوباما د سنډي د طوفان په مقابل کې د جمهوري غوښتونکو له خوا هم د ښه مدیریت له امله ستایل شوی دی. دواړه کاندیدان په دې هڅه کې دي چې په مهمو ایالتونو کې د رایې ورکوونکو پام خپلې خوا ته راوگرځوي.