1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولان دې ځواب ووایي»

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ آبان ۱۴, چهارشنبه

ولسي جرگه غواړي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیز شکایتونو د کمیسیون غړي څارنوالي ته معرفي کړي ترڅو د ټاکنیزو درغلیو جرمې اړخ وڅیړل شي او مسوول کسان عدلي ارگانونو ته وروپیژندل شي.

https://p.dw.com/p/1DhAE
انځور: picture alliance / dpa

د ټاکنیزو کمیسیونونو رییسان او کمیشنران د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته د استجواب په موخه غوښتل شوي وو خو د ټاکنو د کمیسیون له مرستیال پرته بل هیڅوک دې غونډې حاضر نه شو. استازو د کمیسیونونو د نورو غړو د نه شتون پر وړاندې د غبرگون په توگه د ټاکنو د کمیسیون مرستیال ته د ځواب ویلو اجازه ور نه کړه.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي او دویم پړاونو کې د درغلیو تورنه موجود دي. د ولسمشریزو ټاکنو تر دویم پړاو وروسته، جنجالونه دومره ډیر شول چې ملگرو ملتونو د افغانستان په ټاکنو کې مداخله وکړه او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، په منځگړیتوب د ملي یووالي حکومت جوړ شو. خو د ولایتي شوراگانو د ټاکنو شخړه اوس هم دوام لري.

د ولسي جرگې مشر عبدالرووف ابراهیمې، د چهارشنبې ورځې په غونډه کې وویل: «ادارې هیئت به د ملت کور او د خلکو ارادې ته په درناوي، څارنوالي ته یو رسمي لیک واستو ترڅو جرمي مسایل وڅیړي چې روښانه شي ولي په ټاکنو کې ځنډ، درغلۍ شوې او دا چې ولي ټاکنې په دغه توگه ترسره شوې دي.»

د پارلمان استازو وویل چې سږنۍ ټاکنې «تر ټولو ناکامه او بدنامه ټاکنې» وې او که راتلونکې ټاکنې هم د اوسنیو مسوولینو له خوا په لاره واچولې شي نو افغانستان به یوه نوي کړکیچ ته داخل شي.

د ولایتي شوراگانو د نوماندانو اعتراضونه

د چهارشنبې په ورځ د ولایتي شوراگانو په سلهاو نوماندانو په اعتراضونو لاس پورې کړ او ادعا یې وکړه چې ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه کړې ده.

پارلمان هم دا خبره مني چې په ټاکنو کې لاسوهنې شوې دي او حق، حقدار ته نه دی رسیدلی. د ولسي جرگې لومړي مرستیال صدیق احمد عثماني، وویل چې د ولایتي شوراگانو په ټاکنو کې لاسوهنه شوې ده: «په ټاکنو کې داسې لاس وهنې وشوې چې د یو شمیر کسانو حق ضایع شو او یو شمیر کسان چې کیدای شي مستحق نه وي، په ولایتي شوراگانو کې ټاکل شوي دي.»

د پارلمان استازو وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو غړو د ولایتي شوراگانو د نوماندانو په اړه په سلیقه وي توگه پریکړې کړې دي. یوې استازې نیفلوفر ابراهیمې وویل: «په یوې شپه کې د تحلیل یوه شعبه د ملت اراده اعلانوي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید د ملت د هرې باطل شوې رایې حساب ورکړي. که دا کار وکړي موږ هیڅ ستونزه نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې د رایو د محلونو په اړه یې د قانون پر اساس پریکړې کړې دي. دې کمیسیون د ټاکنو په پایلو کې د لاس وهنې تورونه رد کړي دي.

پارلمان ډیر څه نه شي کولای

پارلمان نه شي کولای چې اوس د افغانستان د ټاکنو په قانون، د ټاکنیزو کمیسیونونو په تشکیل او صلاحیتونو کې او د مسوولو کسانو په دندو کې بدلون راولي ځکه د قانون له مخې پارلمان د خپلې دورې په څلورم کال کې د دغو بدلونونو راوستلو اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر استازي استدلال کوي چې په ټاکنیز قانون کې او د کمیسیونونو د صلاحیتونو د تعدیل صلاحیت لري. دغه استازي وایي چې په قانون کې د تعدیل له لارې کولای شي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو په چارواکو کې هم بدلون راولي. یوه استازي عبدالودود پیمان، وویل: «د قانون د تعدیل په اړه پریکړه وکړئ. د څارنوالۍ په هیله مه پاتې کیږئ. افغانستان یې رسوا کړ. باید پخپله پریکړه وکړو چې دغه قانون تعدیل شي.»

د پارلمان غړي اوس په داسې لارو چارو پسې گرځي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو رییسان او کمیشنران له خپلو دندو گوښه کړي. اصلي اندیښنه د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه ده چې کیدای شي په جریان کې یې ستونزې رامنځ ته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب