1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: پیسې نه لرو

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي چي کیدای شي د راروانو ټاکنو د څارني له پاره پر وخت باندي پوره چمتووالی و نه لري. دې ادارې ویلي دي چې اصلي ستونزي یې د پیسو او پرسونل نه لرل دي.

https://p.dw.com/p/1B3hV
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديدانو په روانه اونۍ کې خپل دوه میاشتنې کمپاینونه پیل کړل. افغانان او نړیوال د افغانستان راتلونکي ټاکني برخلیک ټاکونکي بولې ځکه د روان کال تر پایه پوري به ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونو ته به پخپله افغانانو په يوازي سر اوږه ورکړي.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ له پاره کانديدان سخت په ټاکنیزو مبارزو بوخت دي، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وایي چې د خپلو لگښتونو د تمویل له پاره یې د وعده شویو پیسو یوازي یوه برخه ترلاسه کړې ده. دا چې ولي دغي ادارې ته تر اوسه پوري د بهرنیو له خوا ژمنه شوي ټولي پیسې نه دي ورکړل شي، دلیل یې د دې کمېسیون د ولایتي چارواکو په کار نه گومارل ښوول شوی دی. د دې کمېسیون ولایتي مسوولین باید د افغان حکومت له خوا تایید شي، څو وکولای شي خپل کارونه پیل کړي.

تر هغه وخته پوري چې د دې کمېسیون ټول ولایتي مسوولین په کار نه وي گومارل شوي، ملگري ملتونه کولای نه شي چې دغه کمېسیون ته ژمنه شوي پیسې وسپاري. د انتخاباتو د شکایتونو کمېسیون یوه چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «له دوو لویو جنراتورونو او یو شمیر فرانیچر پرته چې ملگرو ملتونو موږ ته رانیولي دي، موږ تر اوسه پوري نور څه نه دي ترلاسه کړي.» دې چارواکي زیاته کړې ده: «موږ باید خپل ولایتي دفترونه پرانیزو.»

دې چارواکي روښانه کړې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ټوله بودجه د ملگرو ملتونو له خوا ۱۲ میلیونه ډالر او د افغان حکومت له خوا ۱.۸ میلیونه ډالره ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملگرو ملتونو ویلي دي چې په توان کې یې هر کار کړی دی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو پر مهال د خپلو کارونو تر سره کولو ته چمتو کړي. خو دغه سازمان روښانوي چې د قوانیونو په جوړولو او کارکوونکو په گومارلو کې ځنډ د دې عامل شوی دی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر خپل ټاکل شوي مهال ویشه ډیر شا ته پاته شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر مرستیال نیکولاس هیسوم، وایي: «په وخت سره د خپلو دندو د ترسره کولو له پاره به د هغوی چمتولای یو لوی چيلينج وي. خو دغه حالت د نړیوال ملاتړ له کبله نه دی رامنځ ته شوی.» د ملګرو ملتونو دغه چارواکی روښانوي چې په کارونو کې ځنډ له دې کبله رامنځ ته شوی دی چې په کارونو کې تر پرمختګ مخکې باید ډیر افغاني ادارې بیلابیلې پریکړې وکړي.

افغانان او نړیوال په دې اړه اندیښنه لري چې د ولسمشرۍ رارواني ټاکني به روڼي نه وي. تر دې مخکې د ۲۰۰۹ کال پر ټاکنو باندي د پراخې درغلې تور لګول شوی وو.

یو شمیر کارپوهان په دې اړه اندیښنه لري چې که د ټاکنو ګټونکې د افغانستان له یوه لویه قومه نه وي، نو ایا افغانان به یې پایلې وګټي. په هر حال د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته د لا ډیر اعتبار ورکولو له پاره داسې ټاکنیزو څارنیزو ادارو ته اړتیا شته چې وکولای شي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني وايي: «که وضعیت همداسې دوام پیدا کړي موږ به له لویو ستونزو سره مخامخ شو او په دې به و نه توانیږي چې ټول شکایتونه وڅیړو.»

ملګري ملتونه وایي د دې له پاره چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په خپل کار پیل کړي، باید د ولایتي ادارو پر جوړولو باندې ډیر تمرکز وشي چې د هغوی په خبره دا د افغان حکومت له خوا د ځیني اقداماتو په ترسره کولو پوري تړلې خبره ده. هیسون په دې اړه ویلي دي: «ځیني ستونزو د نړیوالي ټولني د صلاحیتونو او مسوولیتونو په چوکاټ کې نه دي. د بیلګې په توګه د کمیشنرانو ګومارل باید د ولسمشر له خوا وشي.»

له بلې خوا د ټاکنیزو ادارو چارواکي وایي چې تر ټولو لویه ستونزه یې دا ده چې سږ کال نړیواله ټولنه هغوی ته پیسې په څو قسطونو کې ورکوي، په داسې حال کې چې دغه کار د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې په یوه وار شوی وو.‎

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب