1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو شکایتونو څیړنه پیل شوه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د پلازمینې کابل په شمول د ټولو ولایتونو شکایتونو باندې د غور له پاره خپله ښکاره غونډه پیل کړه چې پنځه ورځې به دوام وکړي. د دغو شکایتونو نتیجه به د اوونۍ په پای کې اعلان شي.

https://p.dw.com/p/1BtaK
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د شنبې په ورځ د پلازمینې کابل په شمول د نهو ولایتونو د شکایتونو ارزونه پيل کړه. د شکایتونو د ارزونې په غونډه کې د نوماندانو، مدني بنسټونو او د ټاکنو د بهیر د څارنې د ټولنو استازو حضور درلود.

د ټاکنیزو شکایتو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي، د یکشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې پر ټولو شکایتونو باندی په علني غونډو کې غور کیږي: «وروسته له هغې چې موږ قضیې وڅیړلې او اسناد مو هم راټول کړي، تاسو شاهدان یاست چې نن موږ د مرکزي زون په اړه شکایتونه وڅیړل. دغه شکایتونه د بېلابېلو کتگوریو دي.»

د افغانستان د ټاکنو په نوي تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د شکایتونو کمیسیون د څیړنې او ارزونې پروسې ته د اړوندو اړخونو د لاس رسي له پاره لاره هواروي. له دې څخه هدف دا دی تر څو د نتایجو له اعلان څخه وروسته د نیوکو او اعتراضونو مخنیوی وشي. د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مسوولین وایي چې په مجموع کې د ۳۴ ولایتونو په اړه شکایتونه شوي، خو ولې دا خبره معلومه نه ده چې شکایتونو ته د رسیدگۍ په نتیجه کې به څومره رایې باطلې شي.

«هغه اسناد چې سند نه دی»

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون، د شکایتونو د څیړنی پر مهال هغه انځورونه او ویدیوگانې چې د تقلب د جریان په وخت کې ثبت شوي دي نندارې ته وړاندې کړې.

په دغو اسنادو کې زیاتره رای پاڼې تر سترگو کیږي، چې په پرلپسې ډول د یوه نوماند په گټه ډکې شوي دي. خو میرمن عظیمي وویل، په هغه صورت کې چې نامزدان د دغو شکایتونو د ناسموالي په هکله دفاعي استدلال وړاندي کړي، په هغه صورت کې به د دغو رایو د باطلیدو مخه ونیول شوي.

زیاتره شکایتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړه ثبت شوي دي، خو د زلمي رسول او عبدالرب رسول سیاف پر ضد هم یو شمیر شکایتونه ثبت شوي دي.

خو د ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي استازو هغه اسناد چې په دغه غونډه کې وړاندې شوي ول، رد کړل. په زیاترو انځورونو او ویدیو گانو کې لیدل کیدل چې په رای پاڼو کې په مسلسل ډول د یوه کاندید په گټه رای ورکړل شوې، خو د یوه یا دوو حالاتو پرته داسې شواهد نه ول چې آیا دغه رایې واقعي وې او که د کوم نوماند په گټه درغلي شوې ده.

په دغه غونډه کې د ډاکټر عبدالله استازي زلگي سجاد وویل: «څوک د رایو له صندوقونو څخه د رای پاڼو د راایستلو او د هغې د انځورونو اخیستلو صلاحیت لري؟ دا کار د قانون خلاف دی او هر چا چې دغه کار کړی وي باید ونیول شي. ټول دلته شاهدان ول چې رای پر مختلفو کاندیدانو ویشل شوي دي.»

خود اشرف غني احمدزي استازي وویل چې د یوه یا دوو نوماندانو په گټه د څو رایو موجودیت، د رایو د تقلبي کیدو مخه نه نیسي.

«غیر قانوني او بې بنسټه اسناد»

په دغه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتو د کمیسیون د اسنادو راټولو په هکله هم جدي نیوکې وشوې. دغه کمیسیون داسې اسناد راټول کړي دي، چې په هغې کې د قانوني عمر څخه کښته کسانو شاهدي ورکړه ده چې په یوه مرکز کې د یوه مشخص کاندید په گټه رایې ورکړل شوي دي.

خو د نوماندانو استازو وویل چې ماشومان نه شي کولای شاهدي ورکړي او د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون راټول کړي اسناد خپله مشکوکه دي.

د ښځو پر ځای د سړو رایې ورکول، د غیر مسووله وسلوالو کسانو په واسطه د د رایو د صندوقونو ډکیدل، د زورواکانو او محلي چارواکو کورونو ته د صندوقونو انتقالیدل او د یوه نوماند په گټه د صندوقونو ډکیدل، د یو شمیر نوماندانو د څارونکو د رایې ورکولو مرکزونو ته د نه ورتگ اجازه او نوماندانو ته د ټاکنو د کمیسیونو د کارکوونکو رایې ورکول هغه شکایتونه وو، چې د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون له لوري وڅیړل شول.