د ټاکنيزو شکايتونو د څېړنو بهير پيل سو
۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبهاوس به خلک د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له پاره د کانديدانو په باب خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د ارزوني کمېسیون ته سپاري او دغه کمېسیون به هم د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د سپارل شویو اسنادو څېړل پیل کړي. په دې ترتیب سره به د ۱۲ ورځو په ترڅ کې د کانديدانو لومړی ليست خپور شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې د کمېسیون غړي او ویاند نادر محسني، د دوشنبي په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۷) په کابل کې وویل چې دوی به هیڅ یوه داسې کس ته د کانديد په توګه په ټاکنو کې د ګډون حق ور نه کړي چې لاسونه یي د خلکو په وینو سره وي او د محکمې له خوا د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن شوي وي.
محسني زیاته کړه چې دا مسئله جدي څېړي او په دغه برخه کې به هیڅ راز فشار ته تن ور نه کړي: «د کانديدۍ یو اصل دا دی چې هغه باید د بشري حقونو ناقض نه وي او که داسي کوم کس وي نو د نوماندۍ حق ځني اخیستل کیږي. اعتراضونه اوشکایتونه به سر له دوشنبي څخه زموږ سره ثبت شي او په ولایتونو کي هم زموږ هیوادوال کولای شي چې د ټاکنیزوشکایتونو او تیروتنو په اړه مو خبر کړي.»
په همدې حال کې اروپايي ټولني هم په کابل کي د یوې وینا پاڼې له لارې په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې ده چې کیدای شي د بشري حقونو یو شمیر ناقضین هم ټاکنو ته لاره پیدا کړي. په وینا پاڼه کي د دغې ټولنې د استازې له قوله راغلي دي: «د ټاکنو کمېسیون او په خاصه توګه د شکایتونو د اوریدو کمیسیون باید په دقیقه توګه د کانديدانو جرمي سابقه او نور مشخصات وڅېړي ترڅو د بشر د حقونو ناقض د کاندید په توګه په وروستي ليست کې ځای و نه مومي. افغان دولت باید په دې برخه کي ډیر حساس وي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د ټاکنو له پاره د کاندیدانو په ډله کې د بشري حقونو د ناقضینو پیژندل او په ټاکنو کي د هغوی د ګډون مخنیوی د افغانانو کار دی او دوی به په دې مسایلو کې ښکیل نه شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر یان کوبيش، په دې اړه د پنجشنبې په ورځ وویل:
«دا موضوع په خپله د افغانانو کار دی چي خپل لید لوری د کاندیدانو په اړه څرګند کړي او له هغوی څخه وپوښتي چې د افغانستان په اړه څه فکر کوي. تر ټولو لویه خبره دا ده چې ټاکني پراخي، عمومي او آزادې وي او موږ هیله لرو چې نوماندان به د خپلو ګټو له پاره نه بلکي د ملک له پاره فکر ولري.»
د افغانستان د ولسي جرګې غړي شکريې بارکزۍ هم وویل چې خلکو ته به اوس ډيره ګرانه وي چي ښه او د خوښي وړ کاندید ته رایه ورکړي ځکه د هغې په خبره که کاندید سم وي په مرستیالانو کې یې داسي کسان شته چې د بشر د حقونو ناقضین دي. میرمن بارکزۍ له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه: «اوس چې دې کاندیدانو ته ګورو فکر نه کوم چي د عدالت پروسه دې په راتلونکې کي پلي شي او زه فکر کوم چي د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو پروسه به دوام وکړي.»
په عین حال کې عادي افغانان د ټاکنو په اړه بیلال نظرونه لري. په داسې حال کې چې یو شمیرافغانان د ځینو نوماندانو د بشري حقونو د تر پښې لاندې کولو سابقې په اړه اندیښنه څرګندوي خو یو شمیر نور بیا ټینګار کوي چې هغوی د انتخاب حق لري او له همدې کبله به یوازې هغو کسانو ته رای ورکړي چې بشري حقونه یې تر پښو نه وي لاندې کړي.