1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمېسيون له بارکزۍ څخه د اعتصاب ختمولو غوښتنه کړې

۱۳۹۰ مهر ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سه شنبې په ورځ وويل، چي اغلې سيمين بارکزۍ دي د نه خوړلو لس ورځينی اعتصاب پای ته ورسوي. بارکزۍ دغه اعتصاب د افغانستان پارلمان ته د بيا ورتگ په موخه لس ورځي مخکي پيل کړ.

https://p.dw.com/p/12qE0
سيمين بارکزۍ
سيمين بارکزۍانځور: dapd

سيمين بارکزۍ چي 30 کال عمر لري او د درو ماشومانو مور ده د هغو نهو افغان وکيلانو په ډله کي وه، چي د افغانستان د پارلمان څخه د درغليو په تور وايستل سول.

بارکزۍ د تيرو لسو ورځو را په دېخوا د خوړلو څخه ډډه کړې او وايي، ترهغو چي يو ځل بيا پارلمان ته نه وي تللې، هغه به د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر، فضل احمد معنوي، وويل، چي کمېسيون يي د هر ډول اسنادو خپرولو ته حاضر دی تر څو وښيي، چي د اغلي بارکزۍ په برخه کي ناسمه پريکړه نه ده سوې.

«کمېسيون د بارکزۍ په هکله خلکو او اړونده چارواکو ته د هر ډول اسنادو برابرولو ته چمتو دی. موږ هيله کوو، چي بارکزۍ به خپل د نه خوړلو اعتصاب ته ژر تر ژره د پای تکی کښېږدي.»

دا په داسي حال کي ده، چي د پارلمان يو شمېر نور وکيلان، چي د ټاکنو د کمېسيون د فيصلې له امله د پارلمان په غونډو کي ګډون نه کاوه، خپل دغه بايکاټ ته د پای ټکی کښېښود.

د شنبې په ورځ هم د افغانستان د روغتيا وزارت د بارکزۍ د روغتيا په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه. د دغه وزارت وياند، کارګر وويل، چي که بارکزۍ خپل اعتصاب پای ته و نه رسوي، نو د هغې روغتيا ته به تاوان ورسيږي.

د وزارت دغه وياند زياته کړې، چي کيدای سي د نه خوړلو دغه اعتصاب ددې عامل وگرځي چي بارکزۍ خپل پښتورګي له لاسه ورکړي.

بارکزۍ اوس مهال د افغانستان د پارلمان ودانۍ ته مخامخ په يوه سپينه خېمه کي خپل اعتصاب ته دوام ورکوي. د نه خوړلو اعتصابونه په افغانستان کي په خاصه توګه بيا د ښځو په منځ کي ډيرمعمول نه دي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل