1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمېسيون د نوي رئيس پر سر اختلاف

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

د سیاسي گوندونو او ایتلافونو د گډي همکارۍ شورا وايي چې ولسمشر غواړې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره پر خپل سر نوی مشر وټاکي. د ټاکنو کمېسیون د اوسني مشر فضل احمد معنوي د کار موده مخ پر خلاصېدو ده.

https://p.dw.com/p/18CNz
. Auf dem Bild ist das Schild des afghanischen Wahlkommission zu sehen. Hussain Sirat, DW-Mitarbeiter in Kabul hat dieses Bild am 10.12.12 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Schild der afghanischen Wahlkommissionانځور: DW

له آرگ څخه خپره شوې وینا پاڼه وايي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپریل ۹) په آرگ کې له جهادي مشرانو، د مشرانو او ولسي جرگو له مشرانو، د مدني ټولني له ځینو غړو، سیاسي گوندونو او د آپوزیسیون له ځینو مشرانو سره مشورتي غونډه وکړه.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتې دفتر یوې غړي عادلې راز د دې مشورتې غونډې د پریکړې په اړه دويچه ویله ته وویل:

"په غونډه کې پریکړه وشوه چې د ټاکنو کمېسیون له پاره به نوی رئیس، د ملي شورا له خوا د ټاکنو قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تشکیل، دندو او واکونو قانون تر تصویب وروسته له قانون سره سم وټاکل شي."

اغلې راز وايي په غونډه کې له ملي شورا څخه په ټینگار سره وغوښتل شول چې د ټاکنو او د ټاکنو کمېسیون د تشکیل، دندو او واکونو قوانین دي ژرتر ژره تصویب کړي.

خو د ملي ایتلاف گوند ویاند فضل الرحمن اوریا چې د گوندونو د همکارۍ شورا په استازیتوب یې خبري کولې وویل: ولسمشر کرزی د مشورې تر نامه لاندې د ټاکنو پر کمېسیون د خپلې ارادې تپل غواړې.د ښاغلي اوریا په وینا د ټاکنو کمېسیون نوی رئیس دې له قانون سره سم وټاکل شي.

"د ټاکنو کمېسیون له پاره د مشر او کمېشنرانو ټاکلو پروسه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون له قانون سره سمه سرته ورسیږي، چې دا قانون اوس د ولسي او مشرانو جرگو په گډ کمېسیون کې تر کار لاندي دی، نو رئیس جمهور دې مزاحمت نه کوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېږدې چې خپل کار سرته ورسوي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي کاري دوره پاته رسيږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي کاري دوره پاته رسيږي.انځور: AP

خو د جمهوري ریاست د مطبوعاتې دفتر غړې عادله راز وايي په آرگ کې د سه شنبې ورځې مشورتې غونډې ته د سیاسي گوندونو د گډې همکارۍ شورا غړي هم ور بلل شوي ول، خو هغوی په غونډه کې گډون ونه کړ.

د آغلې راز په وینا پریکړه د ولسمشر له خوا نه، بلکې په خپله د جهادي مشرانو، مدنې ټولني او ملي شورا د غړو په سلا مشورې سره شوې ده.

په همدې حال کې د مشرانو جرگې د سه شنبې ورځې عمومي غونډي ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنۍ مشر فضل احمد معنوي هم وربلل شوی وو، چې د راتلونکو ټاکنو په برخه کې د سناتورانو اندېښني ځواب کړي.

ښاغلي معنوي د مشرانو جرگې غونډې ته په خبرو کې د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو د ټاکنو شفافیت په امنیت پورې تړلی وباله.

سره له دې چې په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه ټاکل شوې ده، خو د شفافیت او سرتاسریت په اړه یې لاهم اندېښنې پر ځای پاتي دي.

ټاکل شوې ده چې په هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکني د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري پر ۱۶ مه نېټه ترسره شي.