د ټاکنو کمېسيون د صلاحيتونو قانون تصويب سو
۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبهد دغه قانون پر اساس به د انتخاباتو د شکايتونو د څېړني کمېسيون په اووه کسيز تشکيل کي به دوه تنه بهرنيان هم غړيتوب ولري. افغان ولسمشر د انتخاباتو په کمېسیون کي د بهرنيانو له حضور سره سخت مخالف دئ، او ټينگار ئې کړی دئ، چي کمېسيون بايد افغاني وي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د صلاحيتونو او تشکيل قانون د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۴) د افغانستان د ولسي جرگې له خوا تصويب سو. دغه قانونو د جرگې د استازو د اختلاف له امله ځنډېدلی وو.
افغان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۹ کال تر ولسمشريزو انتخاباتو وروسته وويل، چي په ټاکنو کي بهرنيانو لاسوهنه کړې ده او د هغوی اعتبار ئې تر سوال لاندي راووست. ولسمشر کرزي په وار وار ټينگار کړی دئ، چي بهرنيان بايد د افغانستان په ټاکنو کي مداخله و نه کړي.
په افغانستان کي د اپوزيسيون استازو ټينگار کړی دئ، چي حکومت د ۲۰۱۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کي د مداخلې هڅي کوي، او نړیوال څارونکي بايد دغه ټاکني له نزدې وڅاري.
د دغه قانون په مسوده کي چي د افغان حکومت له خوا پارلمان ته لېږل سوې وه، د انتخاباتو د شکايتونو د څېړلو په کمېسیون کي د بهرنيانو موجوديت نه وو ذکر سوی.
د انتخاباتو د شکايتونو د څېړني د نوي قانون له مخي به دغه کمېسيون د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه جلا فعاليت کوي. دغه کمېسيون تر دې دمخه موقتي وو، خو د نوي قانون له مخي دايمي فعاليت کوي.
په پام کي ده چي د افغانستان ولسمشريزه ټاکني به په ۲۰۱۴ کال کي تر سره سي. خو داسي انديښنې موجودي دي، چي په دغه کال کي د بهرنيو سرتيرو وتل کيدای سي دغه ټاکني تر سوال لاندي راولي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل